345
۲۳ غویی ۱۳۹۶
لیکونکی: عصمت الله مایار

د چینې پرغاړه تنده

که څه هم په تېره يوه نيمه لسيزه کې افغان ولس په ځلونو له حکومتونو غوښتنه کړې چې په افغانستان کې دننه د اوبو په سيندونو پانګونه وکړي او برېښنا ترې تولید کړي، خو د برېښنا او انرژۍ وزارت د دې پر ځای چې په کور دننه برېښنا تولید کړي غوره وبلله چې له بهره برېښنا وپېري.
اوس اوس د افغانستان د برېښنا او انرژۍ وزير اعتراف کړی، هغه پيسې چې په تېرو کلونو کې افغانستان ته د وارداتي برېښنا په رالېږدولو لګول شوې دي، په هېواد دننه پرې همدومره برېښنا تولید کېدلای شوای.
د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني ویلي، افغانستان یو میلیارد او ۳۰۰ میلیونه ډالر په تېرو ۱۴ کلونو کې پر وارداتي برېښنا لګولي دي. عثماني ټينګار کوي، چې افغانستان کولای شوای په دومره پیسو په هېواد دننه هم سلګونه مېګاواټه برېښنا تولید کړي. نوموړی زياتوي، افغانستان داسې مهال له ګاونډيو هېوادونو برېښنا پېري، چې خپله د دغې چارې لپاره پرېمانه سرچینې لري.
د نوموړي په خبره، د هغو یو اعشاریه درې میلیاردو ډالرو په بدل کې، چې افغانستان له ۲۰۰۳ کاله راهیسې د برېښنا پر وارداتو لګولي، کېدای شوای، په هېواد دننه له ۶۰۰ تر ۱۳۰۰ میګاواټه برېښنا تولید شوې وای.
که څه هم د برېښنا وزارت يو لوړپوړی چارواکي د لومړي ځل لپاره د دغه وزارت په تېروتنو اعتراف کوي او ټينګار کوي چې یادې پیسې باید په کور دننه د خپلې برېښنا په تولید لګول شوې وای خو د افغانستان خلکو تر دې وړاندې په دې تړاو حکومت ته وړانديزونه کړي دي او له دوی یې په دې برخه کې د جدي کار غوښتنه کړې ده.
د وروستیو شمېرو له مخې ویل کېږي چې افغانستان له ۲۲ زره مېګاواټو د زياتې برېښنا د تولید وړتیا لري، چې له دې جملې څخه یوازې د کونړ پر سیند له ۱۰۰۰ مېګاواټو څخه زیات برېښنا توليدوونکی بند جوړېدلی شي. په هېواد کې دننه د اوبو د بندونو له جوړولو سره که له يوې خوا افغانستان د برېښنا له واردولو څخه خلاصېدلی شي؛ نو له بلې خوا د خپلو وړتياوو په پرتله لږې برېښنا ته اړتيا لري او پر ګاونډيو هېوادونو هم، لکه پاکستان چې د انــرژۍ له کمښت سره مخ دی، خپله برېښنا پلورلی شي. پـه دې توګه افغانستان ډېـرې پـيـسـې لاستــه راوړلـی شــي او پر تجارت او اقتصاد هم مثبت اغېز ښندلی شي. خو دا چې د برېښنا وزارت تېرو رهبريو پر دې هر څه سربېره ولې وارداتي برېښنا ته زړه ښه کړی هغه پوښتنه ده چې باید دوی يې افغان ولس ته ځواب ورکړي.
له بل لوري په کور دننه د بندونو جوړول او پر هغه پانګونه د برېښنا تر څنګ نورې ګټې هم لري. د بندونو له جوړولو سره پراخې ځمکې چې اوسمهال له همدې کبله شاړې پرتې دي، خړوبېږي او د خپلو کرنيزو پيداوارو د زياتولو ترڅنګ د خلکو پر اقتصادي وضعيت هم مثبت اغېز ښندلی شي؛ ځکه تقريباً نيم افغانستان له زراعت او کرنې سره نېغ تړاو لري، د طبيعي افاتو په اړه هم د اوبو دغه بندونه، په ډېری سيمو کې د سېلابونو د راوتلو مخنيوی کوي او د پراخو ځاني او مالي زيانونو د مخنيوي لامل کېږي.
د افغانستان د برېښنا اوسنی وضعیت د ډېر تأمل وړ دی؛ ځکه د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت په وينا، افغانستان اوسمهال هر کال ۳۰۰۰ مېګاواټه برېښنا ته اړتیا لري، چې یوازې ۶ سلنه یې په هېواد کې دننه تولیدېږي او همدا راز نوره برېښنا له ګاونډيو هېوادونو په تېره بيا تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او ایران څخه واردېږي. افغانستان تر ټولو زیاته برېښنا له ازبکستان څخه واردوي (چې ۵۵ سلنه کېږي) او همدارنګه له ایران څخه (۲۲ سلنه)، له تاجکستان څخه (۷ سلنه) او له ترکمنستان څخه (۱۶ سلنه) برېښنا واردوي.
دا چې افغانستان له ګاونډیو هېوادونو څخه زياته برېښنا واردوي، نو د افغانستان پر مجموعي تجارت يې ډېره بده اغېزه کړې ده. په دې برخه کې دا مهال افغانستان خپل ډېری لګښتونه د همدغې برېښنا پر واردولو مصرفوي.
په پلازمېنه کابل کې له شپږو ملیونو څخه زیات وګړي اوسېږي، چې د افغانستان د مجموعي نفوس تقریباً شل سلنه جوړوي. د دې ترڅنګ د هېواد په کچه په کابل کې د فابريکو او صنعت کچه هم زياته ده.
دا مهال په کابل ولایت کې د بریښنا تقاضا ۵۳۰ مېګاواټه ده، چې له ۲۶۰ مېګاواټو څخه زیاته برېښنا یې له بیرونه، په تېره بیا په ژمي کې له ازبکستانه د سالنګ له لارې کابل ته راځي او دا هغه برېښنا ده، چې په ډېره آسانۍ سره د طبيعي پېښو او نورو ستونزو له کبله پر کابل قطع کېدای شي او څو ځله قطع شوې ده.
له همدې کبله د افغانستان حکومت ته ښايي چې تېرې تېروتنې جبران کړي او ورو ورو په افغانستان کې دننه د برېښنا تولید ته پام واړوي. له ګاونډیو هېوادونو سره د اوبو د وېش ستونزې حل کړي او په لويو سيندونو بندونه جوړ کړي.
افغان حکومت باید تر دې وروسته په جدي ډول خپلې اوبه مديريت کړي او د برېښنا بندونو په جوړولو کې دې د يو شمېر هغو هېوادونو له لېوالتیا ګټه واخلي چې غواړي په دې برخه کې پانګونه وکړي.

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *