ads

جمهور رئيس غني په پروان كې شوې چاودنه وغندله

جمهور رئيس محمد اشرف غني نن سهار د پروان په مركزي دارالعلوم كې شوې چاودنه، چې له كبله يې د دې ولايت د عالمانو شورا رئيس مولوي عبدالرحيم شاه حنفي ووژل شو او څو تنو زده كوونكو ته يې هم مرګ ژوبله واوښته، په سختو ټكو وغندله.

نویسنده: sarwan
19 غویی 1396
جمهور رئيس غني په پروان كې شوې چاودنه وغندله

جمهور رئيس محمد اشرف غني نن سهار د پروان په مركزي دارالعلوم كې شوې چاودنه، چې له كبله يې د دې ولايت د عالمانو شورا رئيس مولوي عبدالرحيم شاه حنفي ووژل شو او څو تنو زده كوونكو ته يې هم مرګ ژوبله واوښته، په سختو ټكو وغندله.
د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، ترهګرې ډلې چې هېڅ دين او قانون ته درناوى نه لري، تل د پرديو د شومو هدفونو لپاره پر ديني عالمانو او منبر، ښځو، ماشومانو او مقدسو ځايونو تروريستي بريدونه کوي.
جمهور رئيس غني په ټينګار سره ويلي، ترهګر چې افغانان وژني، بشري ضد جنايتونه او نه بښونکي عملونه ترسره کوي.
د هغه په وينا، د افغانستان مېړني او زړور امنيتي او دفاعي ځواکونه به د داعش په ګډون ټولې ترهګرې ډلې، چې په هر ځاى کې وي، وځپي او د هغوى تر نابودولو پورې به خپلې برحقې مبارزې ته دوام ورکړي.
د پروان په مركزي دارالعلوم كې د شوې چاودنې مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA