ads

فساد د جګړې يو عامل

په داسې حال کې چې د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکا ځانګړي مفتش (سیګار) په خپل تازه راپور کې د تېرې یوې لسیزې په پرتله د افغانستان اوسنی امنیتي وضعیت خورا بد او خراب بللی دی. د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی وايي، په افغانستان کې د ناامنۍ يو لوی عامل فساد دی.

نویسنده: sarwan
18 غویی 1396
فساد د جګړې يو عامل

په داسې حال کې چې د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکا ځانګړي مفتش (سیګار) په خپل تازه راپور کې د تېرې یوې لسیزې په پرتله د افغانستان اوسنی امنیتي وضعیت خورا بد او خراب بللی دی. د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی وايي، په افغانستان کې د ناامنۍ يو لوی عامل فساد دی.
سیګار په خپل تازه راپور کې وايي چې د ۲۰۰۷ کال په پرتله په ۲۰۱۶ کال او د ۲۰۱۷ کال په لومړیو میاشتو کې امنیتي پېښې تر ټولو ډېرې شوې دي. په راپور کې ویل شوي چې روان جنګ په ۲۰۱۶ کال کې ۱۱۴۱۸ ولسي خلک وژلي چې دا د ۲۰۰۹ کال راهيسې د ولسي تلفاتو تر ټولو لوړه شمېره ده.
د سیګار په راپور کې د افغان ځواکونو تلفات هم ډېر لوړ ښودل شوي دي. سیګار وايي د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ د اولې او فبرورۍ د دویمې نېټې ترمنځ ۸۰۷ افغان سرتيري وژل شوي او ۱۳۲۸ نور ژوبل شوي چې حیرانوونکي دي.
همدا شاوخوا یوه اونۍ مخکې طالبانو د بلخ په ۲۰۹ قول اردو برید وکړ او څه باندې ۱۰۰ افغان سرتېري يې ووژل. سیګار په خپل راپور کې دا هم ویلي چې افغان حکومت د ۴۰۷ ولسوالیو په ۶۰فیصده حاکمیت لري او پر ۱۱ یې طالبان کنټرول لري.
په راپور کې د افغانانو کډوال کېدو ته هم اشاره شوې او ویل شوي چې د نا امنیو له کبله ۶۶۰۶۳۹ افغانانو خپل هېواد پرېښی او کډوال شوي دي. سیګار همدغه راز په افغانستان کې د نشه يي توکو قاچاق او کرکیلې هم یادې کړې او وايي چې د نشه يي توکو قاچاق د اورپکو د فعالیتونو مهمه منبع ده. د راپور له مخې افغانستان په ۲۰۱۶ کال کې ۴۸۰۰ مېټریک ټنه اپیم تولید کړي دي.
د سيګار وروستی راپور داسې مهال خپرېږي چې روانه اوونۍ (د مې په اتمه) اروپايي ټولنه په افغانستان کې د اداري فساد د مخنیوي لپاره له افغان حکومت سره په ګډه په کابل کې (افغانستان کې د فساد پر وړاندې د مبارزې د پراخېدو) تر عنوان لاندې درېیم کنفرانس جوړوي او دغې ټولنې ټينګار کړی چې افغانستان کې د ناامنۍ یو عامل فساد دی.
اروپایي ټولنې د مارچ په اتمه په افغانستان کې د رسنیو له لارې د فساد پر خلاف یو کمپاین پیل کړی و، چې تېره اوونۍ پای ته ورسېد.
په افغانستان کې د اروپایي ټولنې د پلاوي دفتر په یو بیان کې ویلي چې دا کنفرانس به د مې میاشتې په اتمه په ارګ کې جوړ شي او جمهور رئیس محمد اشرف غني او په افغانستان کې د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی فرانز مایکل میلبن به یې په ګډه کوربه توب په غاړه ولري.
ټاکل شوې په دې کنفرانس کې د افغان حکومت د لوړپوړو چارواکو له ګډون سربېره د نړیوالې ټولنې استازي هم برخه واخلي.
په افغانستان کې د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي فرانز مایکل میلبن، د یوې خبرپاڼې له لارې په افغانستان کې د جګړې د اوږدېدو یو علت په دغه هېواد کې د فساد شتون بللی دی.
ميلبن ويلي: ((فساد ناامني زیاتوي او د سولې هڅو ته چې د دغه جګړه ځپلي هیواد خلکو ورته له کلونو انتظار ایستلی، زیان رسوي. اروپایي ټولنه په دې برخه کې د افغانستان خلکو او دولت څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.))
افغانستان کې داسې مهال فساد له ناامنۍ سره تړلی بلل کېږي او د مخنيوي لپاره يې هڅو زور اخیستی چې تر دې وړاندې هم په افغان امنیتي بنسټونو نيوکې شوې چې چارې يې شفافې نه دي او ګمارنې هم د اړيکو له لارې ترسره کېږي. دغه راز یوازې د تور تر کچې داسې بحثونه هم مطرح شوي چې په یو شمېر سيمو کې د سيمه ييزو امنيتي چارواکو او قومندانانو له لوري يو شمېر پوستې او کلي د حکومت په وسله والو مخالفينو پلورل شوي او په بدل کې يې پیسې ترلاسه کړې دي.
د دې ترڅنګ د افغان امنیتي ځواکونو له وسایطو شخصي استفاده او خيالي سرتېري نور هغه موارد دي چې په افغان امنيتي ادارو کې د فساد بېلګې بلل کېږي.
یوازې په امنیتي ادارو کې د فساد شتون دغه موضوع نه خلاصه کوي، بلکې په ټوليز ډول په نظام کې فساد له حکومت سره د خلکو واټن زياتوي او د خلکو باور زيانمنوي.
له همدې کبله د ملي يووالي حکومت چارواکو ته ښايي چې د فساد پر وړاندې مبارزې ته جدي پاملرنه وکړي او د حکومت په لومړيتوبونو کې ځای ورکړي، ځکه تر هغې چې په افغانستان کې د جګړې او ناامنیو يو يو عامل له منځه يو نه وړل شي تر هغې دغه جګړه دوام مومي او مخنیوی يې ستونزمن دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA