264
۱۸ غویی ۱۳۹۶
لیکونکی: حبیب وقار

مبارزه پېغله

د كليد اوونيزې په دې ګڼه کې د يوې داسې مبارزې پېغلې پر ژوند تمېږو چې د ټولنې د هر ډول ننګونو پر وړاندې لکه ډال درېدلې او د خپل ژوند کاروان يې تر هر ډول ګړنګونو سلامت تېر کړی دی. په سخت او لنډ وخت کې داسې برياليتوبونو ته رسېدلې چې ډېر يې يوازې په خوبونو کې ګوري.
خبريالې محمودې تقوا په ۱۳۶۷لمريز کال په کابل کې فاني نړۍ سترګې پرانيستې، پلار يې ښوونکی و، محمودې لا د خپل ژوند اووه کاله نه وو پوره کړي چې کابل کې جګړې زور اخلي او له خپلې کورنۍ سره خپل پلرني کلي د وردګو ولایت د سيداباد ولسوالۍ، د تنګي درې، دواب ته کډه وړي.
نوموړې وايي، کلي ته په کډې کولو سره يې پلار دنده له لاسه ورکړه، اړ شو چې له خپلو وروڼو سره يې کور او ځمکه ووېشي، په يوه کلا کې هر ورور ته يوه يوه کوټه او اته بسوې کرنيزه ځمکه ورسېده: ((يوه کوټه مو لرله، هم په کې ويده کېدو، هم مو ډوډۍ په کې خوړله او هم مو اور پکې بلاوه او هم مو د کور لوښي لرګي په کې انبار کړي وو.))
يوه ورځ تقوا خبرېږي چې له کلي يې وړاندې په سيسۍ کې د نجونو لپاره د عربو په مرسته ښوونځی پيلېږي: ((ښوونځی له موږ لرې و، له خپل کلي مو نورې نجونې هم نه ورتلې، يوازې به ور روانه وم.))
ښوونځي ته په لاره یوه ورځ د تبلیغیانو له ډلې سرهمخ کېږي: ((ويې درولم، ویل یې چیرته ځې، ويل مې ښوونځي ته ځم، لنډ يې راته وويل، پلار لرې او د غیرت په نوم یې کوم څه په وجود کې شته چې لور ښوونځي ته لېږي؟ غلې شوم، راغبرګه یې کړه، قران شریف دې زده دی؟ ما په بیړه ورته وویل هو، د الرحمن سوره مې ټوله حفظ ده او څو نور سورتونه مې هم زده دي، له ډېرې وېرې مې ژر ژر ورته تلاوت کړل، يو بل ته يې وکتل لکه شرمېدلي چې وي، حرکت يې وکړ.))
د محمودې له ښوونځي سره کلیوال هم چندان جوړ نه دي: ((کليوالو به د مکتبۍ په نوم پېغور راکاوه، کورنۍ به مې د کلي له نجونو سره نه پرېښودم، ويل به يې د کلي نجونې بې تربيې دي. د دوی خلاف به بيا نورو کورنيو هم خپلې لوڼې له ماسره نه پرېښودې، دوی به ویل، د ښار نجونې بې تربيې دي. هر وخت به يوازې وم.))
تقوا وايي چې له لويو لويو انسانانو به يې ښکنځلې او بدرد اورېدل: ((لویو لویو خلکو به راته د خلقي او سکربیست لور ويل، په داسې حال کې چې پلار مې په کابل کې ښوونکی و.)) د تقوا د زدهکړو کال نيمايي کېږي، يوه ورځ ښوونځي ته روانه ده، د کلي د رود اوبه د دوبي سېلاب خړې کړې دي، د لرګيو په پل ورو ورو روانه ده، خو کله چې د پل نيمايي ته رسېږي، سترګې يې تورېږي او لاندې د سېل خړو اوبو ته لوېږي، له وړاندې پټيو يې ورور ويني هغه په منډه ځان ورته رسوي او پنځوس متره وړاندې يې له اوبو نيم ژواندې راباسي او کور ته يې رسوي، دا پېښه ددې سبب کېږي چې نور يې کورنۍ ښوونځي ته ونه لېږي، څو ورځې وروسته له ښوونځي د اول نومرګۍ پاڼه ورته لېږل کېږي.
محموده وايي، په کلي کې يې غواوې او وزې ساتلې، له خپل کشر ورور سره به يې د کليوالو د غنمو د کروندو پلالې ټولولې، هغه د خپل ژوند کيسه تر دې ځایه را رسولې وه چې غلې شوه لکه خبرې یې چې هېرې شوې وي، د ماضي ترخو خاطرو ودردوله، سترګې يې له اوښکو ډکې شوې.
نوموړې وايي، د هغې وخت يادونه یې ډېره ځوروي، بېوزلۍ داسې حالت ته رسولي وو چې د کوټې د ګرمولو او دېګ پخولو لپاره به يې د رود په غاړو کې د خلکو د ونو پاڼې جارو کولې. تقوا په کلي کې د نورو کارونو تر څنګ خپلې وزې هم په غره کې څروي، هغه د خپلو وزو شپنه ده، څوک وايي چې دا شپنه به هم يوه ورځ تر ریاسته رسېږي: ((وزې به مې په داسې ځايونو کې څرولې چې کور ته به نژدې وم، کور او يا نور خلک به مې لیدل، د کلي د نهو کلونو له ژوند به مې کم او زیات پنځه کاله وزې څرولې وي.))
يوه ورځ محموده له غره څخه وزې د کلي په لور بيايي چې د کوم ګاونډي باغ ته لوېږي او د ونو شاخونه يې خوري، کور ته يې تر رسېدو مخکې شکايت رسېدلی وي او د پلار له خوا ښه ډبول خوري، تقوا وايي چې له دې نهه کاله ژوند هېڅ ښه خاطره نه لري.
د تقوا دوه وروڼه ډنمارک ته ځي هلته زدهکړې او کارکوي، له دې سره يې د ژوند کچه لږ څه ښه کېږي، يو څه يې د اته بسوې ځمکې حاصل او يو څه پيسې يې وروڼه ورته رالېږي. د طالبانو د حکومت په وروستيو کلونو کې یې مشر ورور کابل ته کډه راولي، تقوا هم کله کله د هغوی کور ته راځي، خو هروخت چې کابل ته راځي بیا يې کلي ته زړه نهکېږي. کابل کې د طالبانو حکومت سقوط کوي، د تقوا کليوال هم له کابل د نجونو د زدهکړو او نورو پرمختګونو ډول ډول کيسې کلي ته وړي.
محموده د زدهکړو لپاره زړه نازړه ده ځکه چې اوس ۱۵کلنه پېغله ده، کورنۍ ته هم نشي ويلای چې ښوونځي ته ځي، يوه ورځ خپل دا خيالونه مشرې خور ته څرګندوي، وايي، يوه ورځ به يې سپينه چپنه اغوستې وي، ډاکټره به وي، که دا ناروغه کېږي درملنه به يې کوي: ((مشرې خور ته مې وويل، پلار ته ووايي، کابل کې مې د ورور کور ته ولېږي چې ښوونځی ووايم، پلار مې وويل اوس مې د زدهکړو وخت تېر شویدی، خو زور شوم او کابل ته راغلم.))
تقوا د ټيټو ټولګيو لپاره خپل عمر لازم نه بولي، څلورمټولګي ته عريضه ورکوي، خو په کمپنۍ سيمه کې قلعهکاشف ښوونځی څلورم ټولګی نه لري، دوی لومړی، دويم، درېيم او اوومټولګي لري: ((حيرانه وم څه وکړم، کور ته بل نژدې ښوونځی نه و، ځينو خپلوانو مشوره راکړه چې اووم ټولګي ته عريضه ورکړم، زړه مې نه شوای کولای ځکه چې تر اوسه مې سمه املا زده نه وه. بيخي معما راته ښکارېده، خو قسمت و په ۱۳۸۱لمریز کال مې اوومټولګی پيل کړ.))
تقوا په ټولګي کې د نورو نجونو تر اغېزې لاندې راځي ځکه چې د نورو نجونو ډېر څه زدهدي، چا په کور او چاهم په پټو کورسونو کې زدهکړې کړې دي. يوه ورځ معلمه نوټ ورکوي، وايي سرخط تقوا هم ليکي (سرخط) که معلمه وايي کامه تقوا ليکي (کامه)، په دې نه پوهېږي چې نوټ څنګه ونيسي او څنګه يې وليکي: ((معلمې په چپټر ووهلم ويل دا څه ليکې بیا يې ټولو نجونو ته وښود، ټولو راباندې وخندل، سخته وشرمېدم، له بلې خوا درسونه په دري ژبه وو چې زما يوه کلمه دري زده نه وه.))
تقوا خپه او ژړغونې کور ته ځي، پلار يې، له وطن راغلی وي، ورته وايي چې زدهکړې يې په وسپوره نه دي باید کلي ته ورسره لاړه شي، ښه به وي چې له مور سره يې په کارونو کې مرسته وکړي: ((ځېل مې کړی و چې زدهکړې به کوم، په ټولګي کې نهه نجونې وو. ټولګي مو نيم چت نه لاره، هسې کنډواله وه. د نجونو تر منځ په ډېرو نزاکتونو نه پوهېدم، لاسونه به مې چاودې وو، خبرې مې سمې زده نه وې، کالي به مې د نورو نجونو په څېر منظم نه وو. سمه د شادګل له کيسو سره مخ وم.)) يوه ورځ د قرانکريم ښوونکی راځي، تقوا چې په کور کې قرانکريم ښه زده کړی وي، ښه تلاوت کوي، ښوونکی ورته وايي کله چې ټولګي ته نه راځي، تقوا به د قرانکريم درس ورکوي: ((له هغې وروسته ټولګي کې د قرانکريم ښوونکې شوم، خو نجونو کينه راسره اخيستې وه، غوږ به يې نه راته نيوه. ورو ورو چالاکه شوم، مياشت وروسته مې لږ لږ دري خبرې زدهکړې، په نزاکتونو پوه شوم، تورکالي او سپينټکری مې پيداکړل، املا مې هم زدهکړه، کور کې به مې ټوله ورځ ليکليکه او درس به مې ياداوه، يوه دقیقه مې هم بل کار نهکاوه. درس به مې داسې کلمه په کلمه زدهکاوه لکه ټيپ کې چې خبرې ثبتوي.))
محموده د خپل زحمت له کبله د اوړي په ازموينو کې اول نومره کېږي، په ټولو نجونو اور بلېږي، د کورنۍ او خپلوانو له لوري ډېره تشويقېږي، ټول ډالۍ ورته اخلي، وروڼه یې له بهره هم ډالۍ ورته رالېږي.
تقوا د ښوونځي په غونډو کې ویندویي پيلوي، په اتم ټولګي کې په پښتو او دري ژبو شعر ليکي، د ښوونځي دېوالي جريدې ته وړې وړې مقالې ليکي، د سهار په پیل کې د قران کريم ایتونه تلاوت کوي، په همدې توګه تر نهم ټولګي پورې د قلعهکاشف د نجونو او هلکانو د ښوونځي عمومي اولنومره وي: ((ټولې ليسې وپېژندم، د پوهنې وزارت څو ځله تقدير کړم، ډالۍ او ستاينليکونه يې راکړل. په نهم ټولګي کې وم چې کابل ته مو کډه راوسته.))
تقوا د نسوان افشار د نجونو ليسې ته ځي، تر څنګ يې د انګليسيکورسونه هم پيلوي، دا چې کورسونه هم وايي له لومړۍ نومرې درېيمې ته راځي، په يوولسم ټولګي کې د کال ممتازه زدهکوونکې اعلانېږي، ستاينليک او نورې ډالۍ هم ورکولکېږي: ((په دوولسمټولګي کې به سهار وخته په شنه شپه تلم د کانکور تیاری به مې لوست، خو ډېرې داسې نجونې وې چې اقتصاد به يې هم ښه و خو کورنۍ به يې د کورس اجازه نه ورکوله. ښوونځي ته به له درس پيل کېدو يو ساعت مخکې راتلم، هڅه مې وکړه، له دا ډول نجونو سره مرسته وکړم، له ادارې سره مې خبرې وکړې، يوه لوحه مې وليکله، هغه نجونې چې غواړي د کانکور تیاری ونيسي، سهار دې يو ساعت مخکې د ليسې تالار ته راشي، دوی ته مې يو ساعت درس ورکاوه، خوشاله وې، د همدې بوختیا له کبله په يوولسمټولګي کې نهمه نومره شوم.))
تقوا په زړه د ډاکټرۍ لوی ارمان لري، له کچې ډېر زحمت باسي، کانکور کې طب او دويم ادبیات ټاکي، د نظامي طب لپاره هم ډېره هڅه کوي، خو نصیب يې ورسره ملګری نه دی، په پای کې ادبياتو پوهنځي ته بريالۍ کېږي، نه غواړي ويې لولي خو د کورنۍ د فشار له کبله يې پيلوي: ((په لومړي سمستر کې اتمه او بیاڅلورو نورو سمسترونه کې اول نومره وم، له هغې وروسته بیا کله دويمه کله هم درېيمه نومرهکېدم او کادري فارغه شوم.)) کلهکله په مېرمن ادبي بهير غونډو کې هم برخه اخلي او شعرونه ليکي. تقوا د پوهنتون له څلورم ټولګي په مطبوعاتو کې کار پيلوي. د وردګو ولایت د ښځو چارو د رياست له خوا خپرېدونکې پېزوان مجلې مرستياله کېږي. په کابل کې له ګوېته انستيتيوت سره قلمي همکاري کوي، دغه راز له سپوږمۍ راډيو سره د وياندويي په برخه کې کار پيلوي. تقوا په ۱۳۹۰کال له پوهنتون او په ۱۳۹۲لمريز کال له ماسټرۍ هم فارغېږي. اوس يې يوازينۍ هيله دا ده چې په پوهنتون کې استاده شي. ازموينه ورکوي پوهنتون د اصولو خلاف د دې په ځای چې ماسټر استاد کړي، يو کس چې لیسانس دی، بریالی اعلانوي. دويم ځلي هم ازموينه ورکوي خو نه بریالۍ کېږي: ((دا مې يو هدف او ارمان دی، په راتلونکي کې هم غواړم چې په پوهنتون کې استاده شم او بله دا چې زدهکړې مې د دوکتورا تر کچې لوړېکړم.)) تقوا ګوربت راډيو ټلويزيون ته ځي، درې مياشتې د پروډيوسرې په توګه کار کوي، وروسته يې د ټولو خپرونو مسوله ټاکي، معاش يې هم څو چنده ورسره لوړېږي، له کوار موسسې سره يې اړيکې پراخېږي، دا چې تقوا په پوره مينه او شوق سره خپل کارونه مخکې بيايي، کوار موسسه يې په ۱۳۹۲لمريز کال کې د راډيو ټلويزيون د ريیسې په توګه اعلانوي: ((دا پوست له ما ډېر مشر و، نه پوهېدم څه ډول به يې مخکې وړم، خو همکارانو تشويق کړم. په لومړيو کې راته سخته وه، خو ورو ورو مې بوديجه، پلانونه جوړول او نور کارونه زدهکړل.))
تقوا د مدني ټولنو په ټولو غونډو کې ګډون کوي او همداراز ټولو ادبي او فرهنګي غونډو ته هم ورځي، د مدني ټولنې په غونډو کې د اجرايه کمېټې د غړې په توګه منل کېږي: ((کوار هم د مدني ټولنو د پیاوړتيا شبکه جوړه کړه. زه يې د مدني فعاليتونو مسوله وټاکلم.)) کوار موسسه په ۲۰۱۵ميلادي کال تقوا ته د ښو کړنو له کبله ستاينليک ورکوي، همداراز د همدې موسسې له لارې دوبۍ او هند ته په رسمي سفرونو ځي او د خپلو ښو فعاليتونو له کبله وخت په وخت ستايل کېږي چې اوس د ۳۰په شاوخوا کې ستاينليکونه لري. تقوا خلکو ته د خدمت لپاره په ۲۰۱۰ميلادي کال د وردګو ولايت ولايتي شورا ته درېږي، دا وايي نه پوهېده چې دلته پيسو ته ارزښت ورکول کېږي او خلک په پيسو بريالي کېږي. د تقوا لوی ارمان د نجونو او مېرمنو شرعي حق تر لاسه کول او خپلواکي ده او نوموړې په فکري لحاظ د خلکو ویښتابه ته ډېر ارزښت ورکوي. د هغې د ژباړو دوه کتابونه تر دې وړاندې چاپ شوي او پنځه کتابونه يې چاپ ته تيار دي چې سپين شعرونه، منظوم شعرونه، د انساني نومونو قاموس، ناول او بې مخاطبه ليکونه دي چې ژر به چاپ کړل شي.

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *