ads

لغمان کې د ۱۸ ميليونه افغانيو په ارزښت دوه پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

د لغمان ولایتي چارواکي وایي، د اتلس میلیونه افغانیو په ارزښت یې په دغه ولایت کې دوه بېلا بېلې پروژې له جوړېدو وروسته ګټې اخیستې ته وسپارلې.

نویسنده: sarwan
17 غویی 1396
لغمان کې د ۱۸ ميليونه افغانيو په ارزښت دوه پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

د لغمان ولایتي چارواکي وایي، د اتلس میلیونه افغانیو په ارزښت یې په دغه ولایت کې دوه بېلا بېلې پروژې له جوړېدو وروسته ګټې اخیستې ته وسپارلې.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک کلید ته وویل، چې د دغه ولایت په مرکز مهترلام کې د مېرمنو لپاره د فاتحې اخیستلو تالار چې په ۵۲۷ متر مربع ساحه کې جوړ شوی نن دوالي عبدالجبار نعیمي او نورو مسوولینو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
نوموړی وایي، یاده ودانۍ په یوه وخت کې د ۵۰۰ تنو د ځاېیدو ظرفیت درلودلو سربېره ګڼ شمېر نور اړین ملحقات هم لري، چې چارې یې د یوه کال په موده کې بشپړې شوي او په دغه پروژه ټول ۱۴ میلیونه، ۳۰ زره، ۴۴۱ افغانۍ لګښت راغلی چې د تحکیم ثبات برنامې له لوري یې مالي تمویل شوی دی.
بل لور ته د والي ویاند زیاتوي، چې د لغمان د ځمکوالۍ امریت د ودانۍ د ۳ جریبه ځمکې د احاطوي دېوال پروژه چې په ټولیزه توګه پرې نږدې څلور میلیونه افغانۍ لګښت شوی او د اړونده عمومي ریاست له لوري مالي ملاتړ شوی و، هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، چې په جوړېدو سره یې د یاد امریت موجوده ځمکه له احتمالي خطرونو څخه وژغورل شوه.
په لغمان کې دغه دوه پروژې په داسې حال کې ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي، چې د ولایتي چارواکو د معلوماتو له مخې په نږدې را تلونکې کې به یو شمېر نورې پروژې هم پیل او پای ته ورسېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA