د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، کامې ولسوالۍ کې یې د ۱۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۴ کیلو مټره سړک د جوړولو چارې پیل کړې.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه څخه کلید ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نن د کامې ولسوالۍ په شېرګړ سیمه کې د کلیو او بیا رغونې وزارت له لوري د ۱۴ کیلو مټره سړک د جوړلو چارې پیل شوې، چې د یوه نیم کال په موده کې به د ۷ مټره په سور سره جوړ شي.
خبرپاڼه وایي، د دغه سړک د جوړېدو په چارو کې به د سیمې ۱۰۰ تنو ځوانانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
سرچینه وایي، له یاد سړک څخه به د یادې سیمې د اوسېدونکو سربېره نور شاوخوا شپږ زره کورنۍ هم استفاده وکړي.
د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د بیارغونې دغه چارې په داسې حال کې پیلېږي، چې د دغه ولایت تر ټولو امن ترینه ولسوالۍ هم کامه ده او خلک یې د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه کوي.