ads

د کندوز ولايت قلعه ذال ولسوالۍ سقوط کړی

د کندوز ولايت قلعه ذال ولسوالۍ نن سهار له يوې نښتې وروسته د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلې ده.

نویسنده: sarwan
16 غویی 1396
د کندوز ولايت قلعه ذال ولسوالۍ سقوط کړی

د کندوز ولايت قلعه ذال ولسوالۍ نن سهار له يوې نښتې وروسته د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلې ده.
د کندوز د ولايتي شورا غړي سيد اسدالله سادات كليد ته وويل، چې نن سهار شاوخوا لس بجې قلعه ذال ولسوالې په بشپړ ډول طالبانو ونيوله.
سادات وايي، چې د قلعه ذال ولسوالۍ امنيتي ځواکونو هېڅ جګړه نه ده کړې او سيمه يې وسله والو طالبانو ته پرې ايښې ده.
سادات زياته کړه، چې وسله والو طالبانو د يوې پوستې ټول محلي پوليس له ځان سره هم وړي دي.
د کندوز ولايت امنيې قومندان جنرال عبدالحميد حميدي هم کليد سره په خبرو کې تايد کړه، له پرون راهيسې په قلعه ذال ولسوالۍ باندې د وسله والو بريدونه پيل شوي وو، چې نن سهار ددوی امنيتي ځواکونو تاکتيکي شا تګ کړی دی او ډېر ژر به ياده ولسوالۍ د وسله والو طالبانو له کنټرول څخه وباسي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې ياده ولسوالۍ يې نيولې، ګڼ شمېر افغان سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې او زياته اندازه وسلې، مهمات او نظامي وسايط يې د ملګرو لاس ته ورغلي دي.
په تېرو دوو کلنو کې دا درېيم ځل دی چې د قلعه ذال ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په مټ سقوط کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA