ads

د سپيډ ماسټر ميليون ليګ سياليو اتلولي تيرا ډيفينډرز لوبډلې وګټله

د تيرا ډيفينډرز او المصافي پامير لوبډلو ترمنځ پرون په كابل كې د سپيډ ماسټر ميليون ليګ سياليو پايلوبه ترسره شوه.

نویسنده: sarwan
12 غویی 1396
د سپيډ ماسټر ميليون ليګ سياليو اتلولي تيرا ډيفينډرز لوبډلې وګټله

د تيرا ډيفينډرز او المصافي پامير لوبډلو ترمنځ پرون په كابل كې د سپيډ ماسټر ميليون ليګ سياليو پايلوبه ترسره شوه.
د لوبې پچه تيرا ډيفينډرز لوبډلې وګټله او د ټاکلو شلو اورونو په لوبولو او د ۸ لوبغاړو په سوځېدو يې ۱۳۶ منډې جوړې کړې، خو المصافي پامير لوبډلې ورکړل شوى هدف پوره نه کړ او په ۱۸م اوور کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۶ منډې جوړې کړې او د ۳۰ منډو په توپير يې لوبه وبايلله.
د سپيډ ماسټر ميليون ليګ څلورم پړاو سياليو غوره توپ اچوونکى شرف الدين اشرف، غوره لوبغاړى طارق ستانکزى، غوره توپ وهونکى فضل ځاځى، د شپږيزو خان نجيب ترکى او د پايلوبې غوره لوبغاړى شاپور ځدراڼ وټاکل شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA