406
۱۲ غویی ۱۳۹۶
لیکونکی: عابده طلايي

ســـوړ بـــازار

كه څه هم په وروستیو کې په سوداګرۍ کې د افغان ښځو ونډه زياته شوې، خو تر دې مهاله هم دوی له ګڼو ستونزو سر ټکوي، سوداګرې ښځې وايي، د امنیت نشتوالی، پورونو ته نه لاسرسی او د محصولاتو لپاره د بازار نشت يې تر ټولو سترې ستونزې دي.
دغه راز اومه توکو ته نه لاسرسی، په نړیوال معیار نه تولید او د نړیوال بازار له تقاضا او اړتیاوو بې خبري نورې هغه ستونزې دي چې د سوداګرو ښځو فعالیتونه يې ټکني کړي دي.
د وروستیو شمېرو له مخې دا مهال د ښځو له ۵ تر ۷ سوو شرکتونه له سوداګرۍ او صنایعو وزارت سره ثبت شوي دي.

دبازار نشت
د بازار او مارکېټ نشتوالی د سوداګرو ښځو تر ټولو ستره ستونزه بلل کېږي چې د دوی پر کاروبارونو يې ناوړه اغېز کړی دی.
که څه هم د سوداګرۍ وزارت په ځلونو د دغه ستونزې د حلولو ژمنې کړې دي، خو تر دې مهاله په دې برخه کې پرمختګ نه لیدل کېږي.
د فرح فرحت فيضي شركت مشره كبرا دستګير زاده له همدې ستونزې سر ټکوي. نوموړې وايي، پخوا بازار ښه و او محصولات به يې پلورل کېدل، خو په وروستیو کلونو کې ناامنۍ د ښځو د محصولاتو بازارونه هم ټکني کړي دي او اوس يې محصولات هغه ډول نه پلورل کېږي چې پخوا پلورل کېدل.
مرواريد احمدزۍ چې د هرات ولايت د سوداګرو ښځو د ټولنې مشره ده او د خواهران سبا په نامه د لاسي صنايعو د توليد شركت لري وايي، د بازار نشت د سوداګرو ښځو د فعالیت پر وړاندې ستره ستونزه ده. نوموړې ټينګار کوي چې که څه هم په هرات کې د خدیجه الکبرا په نوم د ښځو ځانګړی مارکېټ وجود لري، خو د نوموړې په خبره هغه له ښار ډېر لرې پروت دی او مشتريان نه ورځي.
په هرات كې دم ګړۍ له ۲۰۰ زياتې سوداګرې ښځې د ۴۰ ټولنو او ۲۰ كوپراتيفونو په چوكاټ كې په سوداګريزو چارو بوختې دي چې ډېری يې له خپلو كاري ستونزو سر ټکوي.

د مناسب ځای نشتوالی
د نورو ستونزو تر څنګ د سوداګرۍ او کاروبار لپاره د ځای نشت هم د سوداګرو ښځو مهمه ستونزه ده. زهرا وفا چې په باميان ولايت كې د شاه فولادي په نوم سوداګريزه ټولنه لري، له ولايتي چارواکو ګيله کوي چې د دوی ستونزو ته يې پام نه دی کړی او د کاروبار لپاره مناسب ځایونه نه دي ورکړل شوي: ((په دې ټولنه كې ۱۳۰ تنه ښځې د لاسي صنايعو په توليد بوختې دي، خو د توليداتو لپاره ځانګړی ځاى نه لرو او كوم ځاى چې د دې كار لپاره ځانګړی شوی، د څښاك لپاره پاكې اوبه، معياري تشنابونه او برېښنا نه لري او ښځې له زياتو ستونزو سره مخ دي.))
له بل لوري د باميان ولايت د سوداګرۍ او صنايعو خونې رييس علي رضا حسن زاده په لاسي صنايعو كې د دې ولايت د ښځو وړتياوې د پام وړ ګڼي او ټينګار کوي چې په يو شمېر ورکشاپونو کې د ګډون له لارې توانېدلی چې د نړیوالو مرستندويانو پاملرنه جلب کړي، خو نوموړی ټينګار کوي چې دولت هم باید د سوداګرو ښځو سره مرسته وکړي او د پرمختګ زمينه يې برابره کړي.
په باميان ولايت كې اوس مهال د سوداګرو ښځو ۲۳ ټولنې د سوداګرۍ خونې په چوکاټ او ۶۵ نورې په غیررسمي ډول فعالیت لري.
اخوا د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، د هغو كاري ګروپونو له لارې چې په مركز او ولايتونو كې د سوداګرو او متشبثو ښځو له ستونزو د خبرېدو لپاره رامنځته شوي، د هغوی له ستونزو خبر دي او هڅې روانې دي چې شته ستونزې يې حل شي.
د دغه وزارت وياند مسافر قوقندي وايي، درې كاله مخکې يې د نړيوال بانك له خوا د نوو ماركېټونو د پراختيا په نوم پروژه پيل كړې وه چې په لړ کې يې له ۱۰۰۰ شركتونو سره تخنيكي مرستې وشوې چې ۳۵۰ پكې د ښځو شركتونه وو.
نوموړی زیاتوي، د ښځو د توليداتو لپاره د ځانګړو بازارونو د جوړېدو لپاره د کابل په ګډون د ټولو ولايتونو له ښارواليو او ولایتي ادارو سره په ګډه هڅه کوي، د ښځو د لاسي صنایعو لپاره ځانګړي بازارونه جوړ کړي.
قوقندي وايي، روان كال د صنعتي پاركونو د جوړېدو لپاره تازه پلانونه تر لاس لاندې لري: ((روان كال ښه بودجه لرو او جمهور رييس ۹ زره جريبه ځمكه د سوداګرۍ او صنايعو وزارت په اختيار كې ورکړې چې په درېيو ولايتونو كې به د غالۍ اوبدلو لپاره معياري پاركونه جوړ كړو.))
د قوقندي په خبره، په دې پاركونو كې د غالۍ اوبدونكو ښځو د ماشومانو لپاره د كودكستان، ښوونځي، كلينيك، برېښنا او نورې اړتیاوې په پام کې نیول شوې، ځكه د نوموړي په خبره په دغه صنعت کې د ښځو ونډه ډېره ده.
د سوداګــرۍ او صنایــعــو وزارت د شمېرو له مخې کال په کال په سوداګرۍ کې د ښځو ونډه زياتېږي او هر کال دغه ونډه ۳۰ فیصده ډېرېږي چې ډېری يې د غالیو، وچې مېوې او زرګرۍ په برخه کې ده.
له بل لوري دغه وزارت ټينګار کوي، ددې لپاره چې د ښځو محصولات نړیوال بازارونه ومومي، باید خپل محصولات په نړیوال معیار برابر کړي. مسافر قوقندي وايي، اوس مهال دغه هڅې روانې دي چې د افغان سوداګرو ښځو محصولات په نړیوال سټنډرډ برابر شي.

د ښځو د سوداګرۍ خونه
که څه هم اوس مهال د سوداګرو ښځو لپاره د سوداګرۍ ځانګړې خونه جوړه شوې، خو تر هغه وړاندې افغان سوداګرو ښځو ګيله کوله چې د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې د ښځو ستونزو ته هومره پام نه کاوه او دا هم د دوی د فعالیتونو په برخه کې يوه جدي ستونزه وه.
سوداګرې ښځې وايي، د نــړیــوالــو اقتصادي تصميمونو په جريان کې نه وې او په نړیوالو غونډو کې د ګډون لپاره به داسې ښځې وټاکل شوې چې د ښځو استازيتوب يې نه شو کولای.
د همدې ســتــونــزو د هواري پــه هــدف دوه مياشتې وړاندې د ښځو د سوداګرۍ او صنايعو ځانګړې خونه جوړه شوه چې د دې خونې له لارې به افغان سوداګرې ښځې خپلې چارې تنظيموي او د ګاونډیو هېوادونو له سوداګرو ښځو او نړیوالو سوداګريزو بنسټونو سره به اړيکې ټينګوي.
د ښځو د سوداګرۍ خونې د شمېرو له مخې، اوس مهال په ټول هېواد کې ښځې ۶۸۲ جواز لرونكي او فعال شركتونه لري چې ۶۶ اعشاريه ۸ ميليون ډالره پانګونه يې کړې.
له دې ډلې ۵۴۱ تنو سوداګرو ښځو په خپله شخصي پانګه کار پیل کړی دی او يوازې ۷۹ تنو ېې د خپل سوداګريز كار د پیلولو لپاره پور ترلاسه کړی دی.
د ښـځــو د ســوداګــرۍ خــونــې د مــديــره پـــلاويمشــره منــيـژه وافــق وايــي، په ټــول افغانستان کې شاوخوا ۷۰۰ سوداګرې ښځې فعالیت لري چې ۴۰۰ يې د ښځو د سوداګرۍ له خونې سره ثبت شوې دي.
د نوموړې په خبره، هغه شركتونه چې د ښځو له خوا يې چارې پر مخ وړل كېږي، ۲۵ د غالۍ اوبدلو، ۳۸ د ای ټي يا رسنيزو خدمتونو،۲۰ ساختماني، ۵ د وچو مېوو د پروسس،۲۰۲ د ښوونځيو او كورسونو، ۳۷ د روغتيا، ۱۳۷د توليداتو، ۲۱۶ د لاسي صنايعو او ۲ د سياحتي خدماتو په برخه کې فعالیت لري.

پورونو ته نه لاسرسی
پورونو ته نه لاسرسی د سوداګرو ښځو بله هغه ستونزه ده چې د دوی د فعالیتونو د پراختیا مخه يې نیولې ده. دوی وايي، د پور يا قرضې تر لاسه کولو په بدل کې د کور قباله په ضمانت اېښودل کېږي، خو ډېرې کمې ښځې د خپلو کورونو خاوندانې دي، له همدې کبله نه شي کولای پور ترلاسه کړي. دوی وايي څو ځلې يې له حکومت غوښتي چې په ښځو دې باور وکړي او د اوږدمهاله پور ورکولو اسانتیاوې دې رامنځته کړي، خو د دوی په خبره دا غوښتنه يې نه ده اورېدل شوې.
دغه راز سوداګرې ښځې پورونو ته د نه لاسرسي تر څنګ له يوې بلې ستونزې هم سر ټکوي. دوی وايي کله چې بازار ته خپل محصولات وړاندې کړي، پیسې يې ژر نه ورکول کېږي او د دغه سيستم له کبله دوی له ستونزو سره مخ دي: ((ډېری سوداګريز فعاليتونه د دوراني پانګې د نشت له کبله له ماتې سره مخ کېږي.))
اوسمهال د سوداګرۍ او صنايعو په وزارت كې د ښځو د وړو او منځنیو تشبثاتو ۱۵۰۰ شركتونه ثبت شوي، خو د دې وزارت د چارواكو په خبره، پورونو ته د سوداګرو ښځو د نه لاسرسي له کبله یوازې ۲ په سلو کې سوداګرې ښځې په مالي سيستم كې شاملې دي او په اقتصادي برخه كې د ښځو زياته ونډه غير رسمي ده.
د افغان سلطان راضيه په نوم د توليدي شركت مسووله ليلا حميدي چې د خپل كار د پراختيا لپاره يې له متحد بانك پور ترلاسه کړی، په دې برخه کې له ستونزو سر ټکوي: ((يو نيم لك افغانۍ مې له بانك په پور واخيستې او په ضمانت كې مې د ملكيت سند چې زما په نوم و، وركړ، د يوه كال په موده كې مې پور بېرته ورکړ.))
ليلا وايي، كه چېرې سوداګريز کارونه ښه پر مخ لاړ نه شي او يوه سوداګره ښځه ونه شي کولای پور بېرته ورکړي، نو ملکیت يې لېلامېږي چې له یو شمېر سوداګرو سره همداسې شوي دي.
اخوا د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د ښځو د تشبثاتو برخې امره فضيله عزيزي هم مني چې پورونو ته د متشبثو ښځو لاسرسی سخت دی، خو وايي دغه وزارت د دې ستونزې د حل لپاره هڅې کوي: ((له بانكونو او د سارك له سازمان سره مو خبرې كړې، يوه لنډ مهاله د حل لار مو پيدا كړه، د هغه تړون له مخې چې د صنعتكارانو اتحاديې له ملي بانک سره لاسليك كړی، كومې پيسې چې د پور په سود كې وركول كېږي ۶ فيصده ټاکل شوې چې تر ټولو كم سود دی، خو ډېرې لږې ښځې توانېدلې چې پور واخلي، ځكه د ضمانت په بدل كې بايد د ملكيت سند وركړي او ډېری ښځې د ملكيت سند نه لري.))
نوموړې زياتوي، كوم پورونه چې بانکونه د وړو سوداګريو لپاره ورکوي، وخت يې ډېر کم وي او سوداګرې ښځې نه شي کولای دومره کم وخت کې هغه پیسې بېرته ترلاسه کړي، له دې کبله له زيان سره مخ کېږي.
له بل لوري د ښځو د سوداګرۍ خونې جمهور رييس او د هېواد لومړۍ مېرمن ته وړاندېز استولی چې د ښځو لپاره د پور ورکولو ځانګړی بنسټ رامنځته شي.
د ښځو د سوداګرۍ خونه وايي، يو شمېر بانكونه لكه متحد، اكسس او مايكرو فايننس سوداګرو ښځو ته پور وركوي، خو د لوړې ټكټانې ،۱۲ تر ۱۷ فيصده سود اخيستو او په لږ وخت كې د پور د بېرته غوښتو ستونزې لري.
د سوداګرۍ وزارت د پاليسۍ پر بنسټ هغه كمپنۍ چې د كاركوونكو شمېر يې له ۵ تر ۱۹ تنو وي وړې کمپنۍ، هغه چې د كاركوونكو شمېر يې له ۲۰ تر ۱۰۰ تنو وي منځنۍ او هغه چې د كاركوونكو شمېر ېې له ۱۰۰ ډېر وي، لويې کمپنۍ بلل کېږي.

ښځو ته د قراردادونو نه ورکړه
په وروستیو کلونو کې يو شمېر هغه شرکتونه چې د ښځو له لوري رامنځته شوي وو، له ماتې سره مخ شوي او يو ستر علت يې د قراردادونو نه ترلاسه کول بلل شوي دي.
سوداګرې ښځې ګیله کوي چې ډېر قراردادونه ناريــنــهوو ته ورکول کــېږي، خو د ښــځــو د سوداګرۍ خونه وايي، په دې وروستیو کې په اقتصادي عالي شورا کې پرېکړه شوې چې تر دې وروسته به د تدارکاتو کمسيون له لوري ۲۵ په سلو کې قراردادونه ښځو ته ورکول کېږي.
چارواكي وايي، د دې لپاره چې يو تولیدي شرکت د ښځو اړوند وبلل شي باید چارې يې د ښځو له لوري پر مخ يووړل شي او ډېرې کارکوونکې يې هم ښځې وي.

د كليوالي صنايعو پراختيا
د كليو پراختيا او بیا رغونې وزارت هم د ښځو د اقتصادي غښتلتیا لپاره يو لړ پروګرامونه لري او د کلیوالو ښځو په اقتصادي وده کې يې مهم رول لوبولی دی.
د دغه وزارت د چارواکو په خبره، په تېرو څو كلونو كې يې د هېواد د پنځو ولايتونو؛ كندهار، پروان، هرات، باميان او كابل په ۲۴ ولسواليو او ۷۰۰ كليو کې د كليوالي صنايعو د پراختيا پروګرام له لارې ۱۱۱ زره كارونه رامنځته كړي چې ۶۶ زره يې ښځو ته ورکړل شوي او په بېلابېلو اقتصادي فعاليتونو بوختي دي.
د دغه وزارت وياند اكبر رستمي وايي، د همدې پــروګــرامــونــو له لارې ښځــې په هــندوســتان، امريكا، عربي متحده اماراتو او نيويارك كې له سوداګرو ښځو سره اړيكې ټينګوي او د كمپنيو د وړانديزونو له مخې خپل توليدات دې هېوادونو ته صادروي.
نوموړی زياتوي، تر اوسه يې د پور وركولو ۵۲۰ اتحاديې رامنځته كړې او د ۵۴۴ وړو او منځنيو متشبثو ډلو لپاره يې د كار زمينه برابره كړې: ((له ۲۰۱۰ كال راهيسې مو د نړيوال بانك په مرسته ۵۰۰۰ د سپما او پور وركولو ډلې رامنځته كړې، دا ډلې په دې توانېدلې چې ۲۹۰ ميليونه افغانۍ سپما كړي او ۲۶۰ ميليونه افغانۍ د اقتصادي كار د پيل لپاره بېرته ښځو ته په پور وركړي.))
رستمي زياتوي، په تېرو څو كلونو كې له ښځو سره ۹۰ ميليونه افغانۍ بلاعوضه مرستې شوې او سږ كال هم د جون مياشتې تر پايه له پور ورکوونکو سره ۲۶ ميليونه افغانۍ نورې بلاعوضه مرستېکوي، څو لاسي صنايع لا پیاوړې شي.
نوموړی دغه راز وايي، نړيوال بانك له دوی سره ۵ ميليونه ډالره مرسته کړې چې د راستنېدونكو كډوالو ښځو لپاره به د لاسي صنايعو د توليد په برخه کې کاري فرصتونه رامنځته کړي: ((د ښځو د لاسي صنايعو د خرڅلاو لپاره مو ۱۱۷ نندارتونه جوړ كړي.))
اوس مهال د ښځو د ۶۲۸ فعالو او جواز لرونكو سوداګريزو کاروبارونو له ډلې ۳۲۸ په كابل، ۹ په بدخشان، ۶ په بادغيس، ۷ په بغلان، ۷۶ په بلخ، ۸ په باميان، ۱۲په دايكندي، ۳ په فراه، ۴ په فارياب، ۱۱ په غزني، ۵ په هلمند، ۸۸ په هرات، ۸ په جوزجان، ۱۹ په كندهار، ۱۳ په كاپيسا، ۳ په كنړ، ۱په خوست، ۹ په كندز، ۱ په لغمان، ۶ په لوګر، ۱۸ په ننګرهار، ۲ په نيمروز، ۸ په پكتيا، ۱په پكتيكا، ۲ په پنجشير، ۱۲ په پروان، ۳ په سمنګان، ۶ په سر پل، ۹ په تخار، ۳ په اروزګان او ۱ په میدان وردک ولایت کې فعالیت لري.
د يــادولــو ده چــې ښــځــې د ۹ اقتــصــادي او سوداګريزو سکتورونو له منځه يوازې په درېيو سکتورونو کرنه، تولیداتو او ټولنيزو خدماتو کې فعالیت لري، خو په دې درېيو سکټورونو کې هم له ستونزو سره مخ دي اما په دې سربېره هم کال په کال په سوداګريزو فعاليتونو کې د ښځو ونډه په پراخېدو ده.

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *