وروسته له هغې، چې وسله والو طالبانو د منصوري په نوم د خپلو پسرلنيو عملياتو اعلان وکړ، په کابل کې د امريکا سفارت خپلو اتباعو ته خبردارى ورکړى، چې ښايي په کابل ښار او يا نورو سيمو کې پر دوى د بريدونو هڅې وشي.
د امريکا سفارت په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې په کابل کې د بهرنيو هېوادونو مېلمستونونه او مرکزونه د وسله والو طالبانو د بريدونو تر ګواښ لاندې دي.
د امريکا سفارت په خبرپاڼه كې زياته کړې، چې وسله وال طالبان غواړي پر لاريونونو او غونډو هم د بريدونو هڅه وکړي.
د سرچينې په وينا، امريکايي اتباع دې په افغانستان کې له بې ځايه ګرځېدو ډډه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم امريکا په کابل کې خپلو اتباعو ته خبرداري ورکړي وو، چې ښايي ترهګرې ډلې د دوى پر ګټو بريدونه وکړي، خو بيا وروسته دغه خبرداري بې اساسه وبلل شول.