ads

کاپیسا کې روان کال کوچیانو ته ځانګړی کلینیک جوړېږي

د کاپیسا د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، دوی پلان لري چې په روان کال کې د کاپیسا په مرکز کې کوچیانو ته ځانګړی کلینیک جوړ کړي.

نویسنده: sarwan
10 غویی 1396
کاپیسا کې روان کال کوچیانو ته ځانګړی کلینیک جوړېږي

د کاپیسا د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، دوی پلان لري چې په روان کال کې د کاپیسا په مرکز کې کوچیانو ته ځانګړی کلینیک جوړ کړي.
د کاپیسا د عامې روغتیا رییس د ډاکټر شعیب په وینا د کاپیسا په مرکز کې ډېر کوچیان په کلیو او د غرو په لمنو کې ژوند کوي او د هر کال په پسرلي او مني موسم کې هم ډېر کوچیان له کاپیسا څخه د هېواد شمال او ختیځ ته تګ او راتګ کوي، چې د دوی د درملنې په هدف به یو ځانګړی کلینیک جوړ شي.
د نوموړي په وینا دوی اوسمهال هم کوچیانو ته د درملنې سیار ټیم لري او د کاپیسا په مرکزي روغتون کې یې هم د دوی لپاره اسانتیاوې رامنځته کړې دي.
د کاپیسا د عامې روغتیا رییس زیاتوي: ((موږ اوسمهال په یو شمېر پلانونو کار کاوو، ځینې پلانونه وخت نیسي تر څو له پورته ادارو څخه یې اړوند کارونه تر سره شي، موږ اوسمهال د کوچیانو د کلینیک د جوړېدو هڅې پیل کړې دي، چې په روان کال کې به جوړ شي، خو اوسمهال د کوچیانو او بې ځایه شوو کډوالو لپاره یو سیار ټیم لرو، چې د هغوی په درملنه کې ترې کار اخلو)).
د یادونې وړ ده، چې په تېرو کالونو کې د کاپیسا کوچیانو څو ځلې په دې اړه شکایتونه کړي دي، چې دوه کاله وړاندې دوی لپاره په کاپیسا کې د پوهنې ریاست له خوا د دوی د ماشومانو له پاره ځانګړې لیسه هم جوړه شوې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA