ads

محمد سرور دانش د پارلماني او ولسواليو شوراګانو ټاكنو پر ترسره كېدو ټينګار وکړ

د ملي يووالي حكومت يو ځل بيا په هېواد كې د پارلماني او ولسواليو شوراګانو د ټاكنو ترسره كېدو ته د چمتووالي خبر وركړ.
د جمهور رئيس دويم مرستيال محمد سرور دانش، چې نن يې په جلال اباد كې د حزب اسلامي مشر ګلبدين حكمتيار ته د هركلي ويلو غونډه كې خبرې كولې وويل، حكومت چتمو دى، چې سږ كال په هېواد كې پارلماني او د ولسواليو شوراګانو ټاكنې ترسره كړي.

نویسنده: sarwan
10 غویی 1396

هغه زياته كړه، د حزب اسلامي په ګډون يو شمېر سياسي ګوندونه پر ټاكنو او د خلكو پر رايو ټينګار كوي او له بلې خوا هم ټاكنې يو اسلامي اصل او نړيوال منل شوى معيار دى.
دا په داسې حال كې ده، چې په دې وروستيو كې ځينو مدني ټولنو او پر ټاكنو د څار بنسټونو په كابل كې د ملي يووالي حكومت له مشرانو په ځانګړې توګه د ټاكنو خپلواك كمېسيون څخه وغوښتل، چې بايد د ټاكنو ترسره كېدو نېټه اعلان كړي، خو د دې كمېسيون مسوولين وايي، په راتلونكو ټاكنو كې له ټكنالوژۍ د ګټې اخيستنې د څرنګوالي په هدف د څېړنو تر پاى ته رسېدو وروسته به د ټاكنو ترسره كېدو نېټه په ډاګه كړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA