ads

غزني کې د طالبانو ډله ييز بریدونه په شا تمبول شوي

امنیتي چارواکي وایي، تېره شپه یې د غزني ولایت د مرکز او څلورو ولسوالیو په مربوطاتو کې پر امنیتي پوستو د وسله والو طالبانو ډله يیز بریدونه په شا تمبولي دي.

نویسنده: sarwan
10 غویی 1396
غزني کې د طالبانو ډله ييز بریدونه په شا تمبول شوي

امنیتي چارواکي وایي، تېره شپه یې د غزني ولایت د مرکز او څلورو ولسوالیو په مربوطاتو کې پر امنیتي پوستو د وسله والو طالبانو ډله يیز بریدونه په شا تمبولي دي.
غزني کې مېشت د ملي اردو د درېیمې لېوا ویاند محمد حنیف رضایي کلید ته وویل، چې ګڼ شمېر وسله والو طالبانو تېره شپه د دې ولایت د مرکز اړوند په خشک، ګیرو، دې یک، مقر او واغز ولسوالیو په اړوندو کې پر امنیتي پوستو ډله يیز بریدونه کړي وو، چې د امنیتي ځواکونه لخوا پر شا تمبول شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، د دغو نښتو په پایله کې د دې یک ولسوالۍ په تاسنګ سیمه کې دوه وسله وال وژل شوي، یو ټپي شوی او دوه تنه یې د امنیتي ځواکونو له لوري ژوندي نیول شوي دي. (( په دغو نښتو کې امنیتي سرتېرو ته تلفات نه لرو، خو له دې یک پرته نورو نښتو کې طالبانو ته د اوښتو تلفاتو په اړه موږ ته تر اوسه راپورونه نه دي راغلي.))
رضایي وایي، په غزني کې امنیتي ځواکونه د وسله والو فعالیتونو شنډولو ته بشپړ چمتووالی لري او ډاډ ورکوي، چې د طالبانو له لوري د منصوري تر نامه لاندې عملیات به هم د تېر کال په شان دې ولایت کې له ماتې سره مخ شي. ((خلکو ته ډاډ ورکوو، چې امنیتي ځواکونه به طالبانو ته د هېڅ راز تروریستي اعمالو وخت ورنه کړي))
وسله والو طالبانو تر اوسه د دغو نښتو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA