ads

حكمتيار ته په جلال اباد كې په رسمي ډول هركلى وويل شو

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار ته نن په جلال اباد ښار کې دولت په رسمي ډول هرکلى ووايه.
د هرکلي غونډه كې د جمهور رئيس دويم مرستيال محمد سرور دانش، د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر، د ملي شورا او کابينې يو شمېر غړو، د حزب اسلامي مشر او د دې ګوند سلګونو غړو او ګڼ شمېر نورو كسان ګډون كړى و.

نویسنده: sarwan
10 غویی 1396

د غونډې په پيل کې د جمهور رئيس دويم مرستيال محمد سرور دانش له حزب اسلامي سره د سولې هوكړه د ملي يووالي حكومت يوه ستره لاسته راوړنه وبلله.
هغه وويل، چې حزب اسلامي سره د سولې هوکړه دومره اسانه چاره نه وه او تر اوږدو مذاکراتو وروسته افغانان دې هدف ته ورسېدل.
بل خوا د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار په ټينګار سره وويل، چې د سولې هوکړه يې د هېواد د ابادۍ لپاره کړې، نه په حکومت کې د شاملېدو لپاره.
نوموړي يو ځل بيا د دولت پر وسله والو مخالفينو غږ وکړ، چې له مخالفته لاس واخلي او د سولې له بهير سره يو ځاى شي. حكمتيار د ملي يووالي حكومت له مشرانو وغوښتل، چې خپلمنځي اختلافونه پاى ته ورسوي.
دا په داسې حال كې ده، چې د حزب اسلامي مشر پرون په لغمان کې د خلکو يوې غونډې ته وينا وكړه.
د يادولو ده، چې د ١٣٩٥ لمريز کال د تلې مياشتې په لومړۍ نېټه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې تړون لاسليک شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA