ads

افغانستان له ۱۶ تر ۲۱ تولیدي توکو کې پر ځان بسيا شوی

د کلید ګروپ د تازه موندنو له مخې افغانستان له ۱۶ تر ۲۱ تولیدي توکو کې پر ځان بسیا شوی.
د یادو موندنو له مخې، دغه هېواد په خوراکي توکو، څښاک، قالینو، زغفران، څپلکو، پلاستيکي خلطو، البسې، مينځونکو توکو، پايپونو او د وچې او تازه مېوې او سبزۍ(په موسمي ډول) كې پر ځان بسیا شوی دی.

نویسنده: sarwan
10 غویی 1396
افغانستان له ۱۶ تر ۲۱ تولیدي توکو کې پر ځان بسيا شوی

د کلید ګروپ د تازه موندنو له مخې افغانستان له ۱۶ تر ۲۱ تولیدي توکو کې پر ځان بسیا شوی.
د یادو موندنو له مخې، دغه هېواد په خوراکي توکو، څښاک، قالینو، زغفران، څپلکو، پلاستيکي خلطو، البسې، مينځونکو توکو، پايپونو او د وچې او تازه مېوې او سبزۍ(په موسمي ډول) كې پر ځان بسیا شوی دی.
دغه راز افغانستان په یو شمېر کرنيزو توکو، هګیو، لبنیاتو، د پسه غوښې، شیریني باب، درمل او ګول سیخ کې هم په چټکۍ د ځان بسياينې پر لور روان دی.
د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، په افغانستان کې شاوخوا ۱۲۰۰ تولیدي کمپنۍ فعالیت لري چې په بېلا بېلو تولیدي برخو کې کار کوي.
له بل لوري د افغانستان د صنعت کارانو ټولنه مني چې په دې برخه کې پرمختګونه شوي، خو وایي که دولت د امنیت د ټينګښت، د کافي برېښنا د برابرولو او ځمکې ورکولو په برخه کې د صنعتکارانو ستونزې حل کړي شونې ده چې افغانستان په ډېرو نورو برخو کې هم له نورو هېوادونو سره د سيالۍ ډګر ته ووزي.
د مرکزي احصايې اداره وايي، د ۱۳۹۴ لمریز کال د لومړیو نهو میاشتو په پرتله په ۱۳۹۵ لمريز کال له ۳٪ تر ۴٪ پورې د افغانستان په کورنیو تولیداتو کې زیاتوالی راغلی دی.

پر ځان بسياينه
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، افغانستان له ۱۶ تر ۲۱ کورنیو توکو کې پر ځان بسيا شوی او د دې توکو هومره کچه تولیدوي چې د ټول افغانستان اړتیاوې پوره کولای شي.
د دغه وزارت وياند مسافر قوقندي کلید ته وویل، نږدې ده چې افغانستان په یو شمېر نورو برخو کې هم ډېر ژر پر ځان بسيا شي: ((په تېر ۲۰۱۶ میلادي کال کې په افغانستان کې ۱.۷میلیارده ډالره پانګونه شوې چې د تېر ۲۰۱۵ کال په پرتله پکې یو نیم چند زیاتوالی راغلی دی.)) د قوقندي په خبره له ۲۰۱۲ میلادي کال راهيسې هر کال د افغانستان په صادراتو کې له ۲۰٪ تر ۳۰٪ زیاتوالی راغلی دی.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د چارواکو، د صنعتکارانو د ټولنې او سوداګرۍ او صنایعو خونې د مسوولانو په خبره، افغانستان په خوراکي توکو (د بیسکوټو مختلف ډولونو)، څښاک (تصفیه شوې اوبه، غیر الکولي ګاز لرونکي نشابه، جوس)، قالینو، زغفران، پلاستکي بوټونو (پلاستیکي چپلکې، بوټان او نور )، پلاستیکي خلطو، البسه، چاپ، مینځونکو موادو، پایپ، وچه مېوه، تازه مېوه، سبزي (په موسمي ډول) او يو شمېر نورو توکو کې پر ځان بسیا شوی دی.
د دغه ادارو د مسوولانو په خبره، دغه راز افغانستان په یو شمېر نورو کرنيزو توکو، هګيو، لبنیاتو، شیریني باب، درمل او ګول سیخ کې په ډېره چټکۍ د ځان بسياينې په لور روان دی.
د صنعتکارانو د ټولنې مرستیال عبدالجبار ساپي کلید ته وویل، په مجموعي ډول د افغانستان کورني تولیدات د هېواد ۱۳٪ اړتیاوې پوره کولای شي. د نوموړي په خبره، په افغانستان کې په صنعتي برخه کې ۳.۵ میلیارد ډالره پانګونه شوې چې ۳۵۰۰۰۰ کسانو ته پکې د دندو زمینه برابره شوې ده.
ساپی زياتوي، زمونږ د ټولنې سره په کابل ښار کې ۴۸۱ صنعتي فابريکې ثبت دي چې په بېلا بېلو برخو کې کار کوي.
له بل لوري د افغانستان د مرکزي احصايې اداره وايي، که څه هم تر دې مهاله د ۱۳۹۵ لمریز کال ټوله احـصایــه نه ده را ټوله شوې، خو په لومړيو ۹ میاشتو کـې له دوه تــر څــلــورو فـیصــدو د تېــر کـال پــه پرتله زیــاتــوالــی راغلــی. د مــرکــزي احصایې د ملي محاسباتو د برخې مشر محمد ابراهیم نعیمي وایي: ((افغانستان دغه پرمختګ د صنایعو، کرنې او خدمتونو په برخه کې کړی دی چې د تیرو کلونو په پرتله ډېر زیاتوالی ښیي.))

د پرمختګ عوامل

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، له خصوصي سکتور سره د حکومت او خلکو مرسته ددې سبب شوې چې افغانستان په ځینو برخو کې پر ځان بسيا او په ځینو نورو برخو کې کورني تولیدات د هېواد ۶۰٪ یا هم ۷۰٪ اړتیاوې پوره کړي.
د دغه وزارت وياند مسافر قوقندي وايي، په هغو بهرنیو توکو چې افغانستان يې خپله هم تولیدوي ۲۴ په سلو کې ماليه لوړه شوې څو افغان تولیدي فابريکې وکولای شي له بهرنیو وارداتو سره سيالي وکړای شي.
نوموړی زیاتوي، د افغان فابريکو لپاره ګڼې اسانتیاوې رامنځته شوې دي، په اومه توکو يې ماليه له ۸٪ څخه ۱٪ ته را ټیټه کړې ده چې دا کار ددې سبب شوی څو د کورنیو فابريکو تولیدات زيات شي.
قوقندي زياتوي، د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د افغانستان غړیتوب، د پانګې اچونې په برخه کې د اسانتیاوو برابرول، له پانګونې ملاتړ او يو شمېر نور کارونه ددې سبب شول چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې سوداګري وده وکړي.
دغه راز د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام الدین پسرلی وايي، ډېره پانګونه، افغانستان ته د مختصصو کسانو راوستل، د متخصصینو روزل او له کورنیو تولیداتو د خلکو ملاتړ ددې سبب شو چې افغانستان په دې توکو کې پر ځان بسيا شي.

د صنعت ستونزې
د افغانستان د صنعتکارانو ټولنې مرستیال عبدالجبار ساپي کلید ته وویل، افغان حکومت له سوداګرو سره څنګه چې لازمه وه، داسې مرسته نه ده کړې: ((جمهور رییس د خپل انتخاباتي کمپاین پر مهال له سوداګرو سره ژمنه کړې وه چې دوی ته به ځمکې ورکوي او د برېښنا ستونزه به یې هواروي، نه یوازې دا چې ځمکې یې تر دې مهاله سوداګرو ته نه دي ورکړې، بلکې د برېښنا ستونزه لا هم پر ځای پاتې ده.))
ساپی زیاتوي حکومت د سوداګرو امنیت او مصونیت ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې او د دوی د هڅونې لپاره هم کوم پلان نه لري: ((حکومت باید سوداګر وهڅوي، څو کورني تولیدات پرمختګ وکړي او په دې وسیله د بهرنیو تولیداتو ځای داخلي تولیدات ونیسي.))
په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام الدین پسرلی هم یادې ستونزې تاییدوي او وایي په هېواد کې د برېښنا نشتون، د تولیدي کمپنیو د فعالیت لپاره د ځمکو کمښت او ځینې نورې ستونزې د دې سبب شوې چې په افغانستان کې د تولیدي کمپنیو فعالیتونه کم شي: (( د ښاروالۍ، پولیسو، حکومتي چارواکو، د ولسي جرګې د غړو او نورو کسانو غیر قانوني غوښتنې او نور ددې سبب شوي دي چې په افغانستان کې د کورنیو تولیداتو بيې لوړې شي او په بازار کې له سیالۍ ولوېږي.))
اخوا د پامیر کولا کمپنۍ د فروشاتو د برخې مسوول نجیب الله کلید ته وویل چې په هېواد کې د امنیت نشتون او همدارنګه په حکومتي ادارو کې فساد د دې سبب شوی چې د کورنیو تولیدي کمپنیو خاوندان له ستونزو سره مخ شي: ((کله چې مونږ د خپلې کمپنۍ د یو عادي کار د خلاصولو لپاره یوې حکومتي ادارې ته مراجعه کوو، دوی زمونږ څخه غیرقانوني غوښتنې کوي او همدارنګه حکومت هېواد ته په قاچاقي ډول د راتلونکو مالونو مخنیوی نه شي کولای چې دا د دې سبب شوی چې کورنۍ تولیدي کمپنۍ په بازار کې رقابت نه شي کولای.))
خو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي بیا خصوصي سکتور سره د حکومت د مرستو خبره کوي او وایي: ((په هېواد کې مو د تولیدي کمپنیو لپاره ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړې دي، په ځینو سیمو کې مو دوی ته ځمکې ورکړې دي، د برېښنا ستونزې مو تر یوه حده ورته حل کړې دي، افغانستان ته په راوړونکو خامو موادو مو مالیه له ۸٪ څخه ۱٪ ته را ټیټه کړې ده چې دا کار ددې سبب شوی څو داخلي کمپنۍ لا پرمختګ وکړي))

تولیدي فابريکې
د يو شمېر افغان صنعتي فابريکو چارواکي وايي، دوی معیاري تولیدات لري خو يو شمېر ګاونډیو هېوادونو پرې تعرفې لوړې کړې دي، که نه کولای شي خپل تولیدات د نړۍ نورو هېوادونو ته هم ولېږي.
امید بهار فابريکه په افغانستان کې له تازه میوو د جوسو د تولید په برخه کې کار کوي. د دغه فابريکې مسوولان وايي، دوی په ورځني ډول د یو میلیون قطيو جوسو د تولید وړتیا لري.
د دوی په خبره، په خپله فابريکه کې د جوسو د تولید لپاره له هغه ماشینونو کار اخلي چې په اروپا، امریکا او نورو پرمخ تللو هېوادونو کې کارول کیږي.
د یادونې ده، چې د مڼې، انار، الوبالو، ام، زردالو، شفتالو او مالټې جوسونه په دغه کمپنۍ کې تولیدیږي.
ددغه کمپنۍ یو مسوول عبدالرحمن کلید ته وویل: ((له دې وړاندې مونږ ګاونډیو هېوادونو ته جوس صادرول، خو اوس چې هغه هېوادونو په دغه جوسو تعرفې لوړې کړې دي، نه شو کولای هغه هېوادونو ته خپل جوس صادر کړو.))
عبدالرحمن د برېښنا او ځمکو له نشت او په صنعتي پارکونو کې د کانالیزاسیون له خرابوالي سر ټکوي: ((مونږ له صنعتي پارکونو بېکاره اوبه د ټانکرونو په وسیله باسو.)) عبدالرحمن له حکومت څخه غواړي چې په دې برخو کې له دوی سره مرسته وکړي، څو کورني تولیدات په خپلو پښو ودرېږي.
په همدې حال کې د پامیر کولا کمپنۍ مسوولان وایي، دوی په افغانستان کې له ۳۰ تر ۳۲ قلمو غذایي توکي په خپله کمپنۍ کې تولیدوي چې په دغه توکو کې د څښاک توکي، بېسکېټ، کېک او نور شامل دي. د دغه کمپنۍ د فروشاتو د برخې مشر نجیب الله کلید ته وویل، دوی خپلې کمپنۍ ته له چين ماشينونه راوړي دي چې هر ماشین بېل بېل تولیدي ظرفیت لري: ((زمونږ د بېسکېټو ماشین په ورځني ډول له ۳ تر ۴ زره کارتنه بېسکېټو د تولید ظرفیت لري، نوشابه مو هر ماشین له ۲.۵ تر ۴ زره کارتنو تولیدي ظرفیت لري.))
نجیب الله زیاتوي، که حکومت د کورنیو تولیدي کمپنیو د خاوندانو د امنیت او د قاچاق له لارې افغانستان ته راوړونکي توکي بند نه کړي، لرې نه ده چې دغه کمپنۍ به خپل فعالیتونه ودروي. نجیب الله له حکومت غواړي چې په دې برخه کې د صنعتکارانو ملاتړ وکړي.
د کابل ښار په منډوي کې یو دوکاندار چې د څښاک توکو دوکان لري وایي، په خپل دوکان کې تر ۹۰ په سلو کې کورني تولیدات پلوري: ((د کورنیو تولیداتو قیمت او کیفیت ډير ښه دی او مشتریان هم له دغه تولیداتو خوښ دي.)) د دغه دوکاندار په خبره، د افغاني تولیداتو کیفیت نسبت ایراني او پاکستاني تولیداتو ته ډېر ښه دی او په بازارونو کې موجود جوس د افغانستان ساخت دي: ((له هېوادوالو مې غوښتنه دا ده چې دوی له وطني تولیداتو څخه استفاده وکړي څو هم د کورنیو تولیدي کمپنیو کار وشي او هم افغانستان په خپلو پښو ودرېږي.)) د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، که حکومت د صنعتکارانو ستونزې حل کړي، ښايي افغانستان په ډېرو نورو برخو کې هم پر ځان بسيا شي او دغه راز يو شمېر نورو هېوادونو ته صادارت ولري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA