ads

وسله والو طالبانو نن جمعه د خپلو پسرلنیو عملیاتو پیل اعلان کړ

وسله والو طالبانو نن د خپلو پسرلنيو عملياتو پيل اعلان کړ او ويلې يې دي چې په افغانستان کې به د افغان او نړيوالو ځواکونو پر اهدافو بريدونو ته دوام ورکړي. د وسله والو طالبانو لخوا نن په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې طالبان يو ځل بيا د هوا په ګرميدو سره د افغان […]

نویسنده: ISMAT MAYAR
8 غویی 1396
وسله والو طالبانو نن جمعه د خپلو پسرلنیو عملیاتو پیل اعلان کړ

وسله والو طالبانو نن د خپلو پسرلنيو عملياتو پيل اعلان کړ او ويلې يې دي چې په افغانستان کې به د افغان او نړيوالو ځواکونو پر اهدافو بريدونو ته دوام ورکړي.

د وسله والو طالبانو لخوا نن په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې طالبان يو ځل بيا د هوا په ګرميدو سره د افغان او بهرنيو ځواکونو پر وړاندې د منصوري په نوم عمليات اعلانوي.

په اعلاميه کې طالبانو ادعا کړې چې د افغانستان له نيمايي ډيره خاوره د هغوى په کنټرول کې ده.

دغه راز په اعلاميه کې راغلي چې د منصوري عملياتو اساسي ترکيز به پر بهرنيو او افغان ځواکونو وي.

سرچينه وايي چې په دې عملياتو کې به له ډله ييزو، چريکي، ځانمرګې او هدفي بريدونو څخه کار اخيستل کيږي.

په اعلاميه کې راغلي چې دغه عمليات د غويي د مياشتې په اتمه نيټه سهار مهال پيل شوي دي نو ټول هيوادوال بايد له پوځي تاسيساتو څخه لرې وي.

خو د ملي دفاع وزارت وايي چې امنيتي ځواکونه به د طالبانو منصوري عمليات خنثى کړي.

د ملي وزارت وياند تورنجنرال دولت وزيري وويل چې د طالبانو دغه عمليات به هم د پخوا په څېر يواځې عامو خلکو ته مرګ ژوبله واړوي.

هغه زياته کړه چې افغان امنيتي ځواکونه په هر ډول حالاتو کې له هيواد او خلکو څخه د دفاع توان لري.

د يادونې وړ ده چې تيرکال وسله والو طالبانو د عمري تر نامه عمليات پيل کړي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA