ads

حکمتيار په لغمان کې له خپلو پلويانو سره ليدنې کتنې پېل کړې

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار لغمان ته رسېدلی او هلته يې له خپلو پلويانو سره ليدنې کتنې پېل کړې دي. په پام کې وه چې ګلبدين حکمتيار د جمعې په ورځ په يوې غونډه کې راښکاره شي، خو د لغمان د ولايتي چارواکو په وينا ياده غونډه د شنبې ورځې ته ځنډېدلې ده. د […]

نویسنده: ISMAT MAYAR
8 غویی 1396
حکمتيار په لغمان کې له خپلو پلويانو سره ليدنې کتنې پېل کړې

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار لغمان ته رسېدلی او هلته يې له خپلو پلويانو سره ليدنې کتنې پېل کړې دي.

په پام کې وه چې ګلبدين حکمتيار د جمعې په ورځ په يوې غونډه کې راښکاره شي، خو د لغمان د ولايتي چارواکو په وينا ياده غونډه د شنبې ورځې ته ځنډېدلې ده.

د حزب‎اسلامي وياند قريب الرحمن سعيد وايي، مشر به يې د شنبې په ورځ لومړی مطبوعاتي کانفرانس او بيا يوې لويې ولسي غونډې ته وينا وکړي.

د دې غونډې لپاره د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې کلک امنيتي تدابير نيول شوي او خلک په اسانۍ تګ راتګ نه‎ شي کولی.

دغه راز لغمان ولايت ته د ښاغلي حکمتيار له رسېدو سره سم د دې حزب مشهورې څيرې او د حکومت ځينې لوړ پوړي مشران هم ورغلي او د ښار په ټولو واټونو کې د حکمتيار انځورونه ځړول شوي دي.

د يو بل خبر له مخې د لغمان والي عبدالجبار نعيمي د جمهور رييس غني په امر  په لغمان کې د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حکمتيار ته هرکلي ته ورغی.

دلغمان ولايت له مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، په دغه کتنه کې د لغمان والي هيله وښوده چې په هېواد  کې جګړه بنده او ټول ښکېل اړخونه د سولې په ټغرسره راټول شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA