ads

ننګرهار كې ۷۱ يتيم ماشومان له حرفوي زده كړو فارغ شول

د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رياست له لوري د نجونو په ګډون ۷۱ تنه يتيم ماشومان د بېلابېلو حرفوي زده کړو له ترلاسه کولو وروسته فارغ شول.

نویسنده: ISMAT MAYAR
7 غویی 1396
ننګرهار كې ۷۱ يتيم ماشومان له حرفوي زده كړو فارغ شول

د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رياست له لوري د نجونو په ګډون ۷۱ تنه يتيم ماشومان د بېلابېلو حرفوي زده کړو له ترلاسه کولو وروسته فارغ شول.
د ننګرهار ولايت رسنيو دفتر څخه نن خپره شوې خبرپاڼه كې د کار او ټولنيزو چارو د رئيس عبدالحکيم شېرزاد له قوله راغلي، دغه يتيم ماشومان يې د شپږو مياشتو په موده کې د نجارۍ، خياطۍ، بايسکل سازۍ او د برېښنا د تخنيک په برخو کې روزلي، چې د چهارشنبې په ورځ يې ورته د فراغت سندونه او د اړوندو حرفو يو شمېر سامان الات ووېشل.
نوموړي زياته کړه، تر دې وړاندې يې هم په بېلابېلو برخو کې ۲۸۵۵۰ تنه روزلي او په خبره يې، ۱۱۸۴ تنو ته يې لوى او واړه کاروبارونه برابر کړي دي.
شېرزاد وايي، د هند په مرسته يې يو لوی انسټيټيوټ جوړ کړی، چې سږ كال به نږدې ۲۰۰۰ تنه په بېلابېلو برخو کې وروزي.
بل خوا د ننګرهار د اقتصاد رئيس غلام الله افغانيار د يادو يتيمو ماشومانو په روزنه خوښي ښکاره کړه او له اړوندو ادارو يې غوښتنه وکړه، چې هغوى ته د کار موندنې لپاره هڅې وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA