ads

ميدان وردګ كې يو مشهور طالب قوماندان وژل شوى

امريكايي بې پيلوټه الوتكې پرون ماښام په ميدان وردګ ولايت كې يو مشهور طالب قوماندان وژلى دى.

نویسنده: ISMAT MAYAR
7 غویی 1396
ميدان وردګ كې يو مشهور طالب قوماندان وژل شوى

امريكايي بې پيلوټه الوتكې پرون ماښام په ميدان وردګ ولايت كې يو مشهور طالب قوماندان وژلى دى.
د ميدان وردګ د والي وياند عبدالرحمن منګل وايي، دغه طالب قوماندان ملا حبيب الله نومېده، چې په چک او دايميرداد ولسواليو کې د طالبانو د ځانمرګو بريدونو مسوول و.
د هغه په وينا، ملا حبيب الله په ملا ذاكر مشهور و، چې د بې پيلوټه الوتكې بريد كې له خپلو دوو ملګرو سره له منځته تللى دى.
منګل زياتوي، چې په دې بريد كې ملكي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
د نوموړي په خبره، ملا ذاکر په داسې حال کې وويشتل شو، چې پر موټر سايکل سپور و.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه ‎دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA