ads

د كورنيو چارو وزارت د هلمند د امنيه قوماندان ادعا رد كړه

د كورنيو چارو وزارت د هلمند د امنيه قوماندان هغه څرګندونې رد كړې، چې ګواكې په تېرو ١٥کلونو کې له وسله والو مخالفينو سره د جګړو په مهال په دغه ولايت کې ١٨ زره پوليس وژل شوي دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
7 غویی 1396
د كورنيو چارو وزارت د هلمند د امنيه قوماندان ادعا رد كړه

د كورنيو چارو وزارت د هلمند د امنيه قوماندان هغه څرګندونې رد كړې، چې ګواكې په تېرو ١٥کلونو کې له وسله والو مخالفينو سره د جګړو په مهال په دغه ولايت کې ١٨ زره پوليس وژل شوي دي.
د كورنيو چارو وزارت د وياند د دفتر سرپرست نجيب دانش نن كليد ته وويل، چې د دغو ارقامو په وړاندې كولو كې مبالغه شوې او كره نه دي.
هغه زياته كړه، په هلمند كې په تېرو ۱۵ كلونو كې د وژل شويو پوليسو شمېر تر هغه ډېر كم دى، چې د دغه ولايت امنيه قوماندان ښودلى دى.
دانش كه څه هم په دې اړه كره معلومات وړاندې نه كړل، خو د پاسوال اقانور کينتوز ادعا يې بې بنسټه او ناسمه وبلله.
د هلمند امنيه قوماندان يادې څرګندونې د تېرې دوشنبې په ورځ لښكرګاه كې ولس ته د حساب ورکولو غونډه کې وکړې.
هغه وويل، چې په ياده موده كې پوليسو ته پر درنو تلفاتو اوښتو سربېره شپږ زره ميله وسلې او نور وسايل ورک او تخريب شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA