هسپانوي ځانګړو پوليسو د ترهګرۍ په شک اته مراکشي اتباع نيولي دي.
د هسپانيا د کورنيو چارو وزارت په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، پوليسو وروسته له هغې عمليات پيل کړل، چې د ترلاسه شويو استخباراتي معلوماتو له مخې ترهګريزو ګروپونو په بارسلونا کې ترهګريز بريدونه تنظيمول.
پر نيول شويو کسانو په بلجيم کې د تېر کال ترهګريزو بريدونو کې د لاس لرلو شک هم کېږي، چې دا مهال ورڅخه پوښتنې او ګروېږنې روانې دي.
پوليسو د يادو مراکشيانو د نيولو لپاره لسګونه کورونه تالاشي کړي دي.
ټول نيول شوي مشکوک کسان ځوانان ښودل شوي دي.