ads

حکومت د لومړي ځل لپاره د ژورنالستانو د تاوتريخوالي د دوسيو په اړه معلومات خپروي

جمهوري رياست وايي، د بيان د ازادۍ په نړيواله ورځ به عدلي او قضايي ارګانونه د لومړي ځل لپاره له خبريالانو سره د تاوتريخوالي د دوسيو په اړه بشپړ معلومات خپاره كړي.

نویسنده: sarwan
6 غویی 1396
حکومت د لومړي ځل لپاره د ژورنالستانو د تاوتريخوالي د دوسيو په اړه معلومات خپروي

جمهوري رياست وايي، د بيان د ازادۍ په نړيواله ورځ به عدلي او قضايي ارګانونه د لومړي ځل لپاره له خبريالانو سره د تاوتريخوالي د دوسيو په اړه بشپړ معلومات خپاره كړي.
د جمهورئيس مرستيال وياند دواخان مينه پال يادې څرګندونې د چارشنبې په ورځ د كابل د رسنيز مركز له خوا د رسنيز فعاليت او معلوماتو ته د لاس رسي د وضعيت د ارزولو سروې د پايلو د اعلان په غونډه كې وكړې.
مينه پال په همدې حال كې ووايي: (( عدلي او قضايي ارګانونه به د لومړي ځل لپاره له خبريالانو سره د تاوتريخوالي د دوسيو په اړه بشپړ معلومات خپاره كړي، حكومت د بيان ازادۍ او رسنيو ملاتړ ته ژمن دى، موږ به د رسنيو د ملاتړ د ادارو ټول وړانديزونه عملي كړو.))
معلوماتو ته د لاس رسي په اړه د كابل د رسنيز مركز د سروې پايلې څرګندوي، چې معلوماتو ته د لاس رسي او په ټوله كې د رسنيو وضعيت په ځانګړې توګه په ولايتونو كې د سيمه ييزو رسنيو وضعيت د اندېښنې وړ دى.
د كابل د رسنيز مركز مشر عزيزاحمدتسل وايي، په ډېرو ولايتونو كې سربېره پردې چې خبريالانو ته معلومات نه وركول كېږي، له خبريالانو سره ښه چلند هم نه كېږي او په وينا يې خبريالانو يا له نا معلومو سرچينو اويا هم له شخصي اړيكو معلومات ترلاسه كوي. (( په ولايتونو كې دې بايد د له رسنيو سره د چارواكو د استبدادي چلند مخه ونيول شي، حکومت دې د ولاياتو لپاره داسې کسان وګماري، چې هغه له مطبوعاتو سره بلد وي.))
په ورته وخت كې د كابل پريس كلپ مرستيال قريب الرحمن شهاب وايي، ياده سروې له كابل پرته په ۳۳ ولايتونو كې شوې، چې په وينا يې ننګرهار، كندهار، باميان او غزني هغه ولايتونه دي، چې په كې معلوماتو ته لاس رسى اسانه او بادغيس، غور او دايكنډي هغه ولايتونه دي، چې تر نورو ټولو په كې معلوماتوته لاس رسى ستونزمن دى.
شهاب زياتوي، چې په ټوله كې د رسنيواو معلوماتو ته د لاس رسي وضعيت خراب شوى او په وينا يې په تېرو دوه كلونو كې پنځوس سلنه ولايتي خبريالانو خپلې دندې له لاسه وركړې دي(( په دې ټول پوښتنه کې متاسفانه د رسنيو وضعيت او معلوماتو ته لاس رسی نسبت تېر کال ته محدود شوی، خبريالان اوس هم له ستونزو سره مخ دي او نه شي کوی، چې بېړنيو حالتو کې معلوماتو ته لاس رسی ومومي.))
په همدې حال كې د اجرائيه رياست مطبوعاتي سلاكار حشمت الله رادفر د يادې سروې پايلې اندېښمنوونكې بولي(( حكومت د بيان د ازادۍ د ملاتړ لپاره پياوړې اراده لري او دا پايلې ريښتيا چې د اندېښنې وړ دي.))
په ياده غونډه كې د سيمه ييزو ارګانونو د ادارې وياندې وويل چې بايد ياده سروې له دوى سره په همغږۍ او ګډه توګه شوې واى، خو د ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې يا نى د څار مشر صديق الله توحيدي د نوموړې دغه غوښتنه رد كړه او زياته يې كړه، چې رسنۍ د حكومت د اصلاحاتو لپاره كار كوي، د نوموړي په خبره حكومت بايد د رسنيزو ادارو د سروې پربنسټ په خپلو ادارو كې اصلاحات رامنځته كړي.
په نوموړې سروې كې په ۳۳ ولايتونو كې څلورسوه خبريالان پوښتل شوي دي.
دا په داسې حال كې ده، چې د ملي يوالي د حكومت له رامنځته كېدو سره د رسنيو د ملاتړ ادارې په پرله پسې توګه د بيان د ازادۍ او معلوماتو ته د لاس رسي په اړه له خنډونو سر ټكوي خو لا هم دغه ستونزې په خپل ځاى پاتې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA