ads

جوزجان: د داعش او طالب وسله والو ترمنځ نښته کې لسګونه طالبان وژل شوي

د جوزجان ولايت په درزاب ولسوالۍ کې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ نښته کې لسګونه طالبان وژل شوي او د دواړو لورو ترمنځ لا هم نښته روانه ده.

نویسنده: sarwan
6 غویی 1396
جوزجان: د داعش او طالب وسله والو ترمنځ نښته کې لسګونه طالبان وژل شوي

د جوزجان ولايت په درزاب ولسوالۍ کې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ نښته کې لسګونه طالبان وژل شوي او د دواړو لورو ترمنځ لا هم نښته روانه ده.
د جوزجان د والي وياند محمد رضا غفوري کليد ته وويل، چې دغه نښته تېره ورځ د درزاب ولسوالۍ په خان شيدا، آقساى او کومانلي کليو کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د کشفي رپوټونو له مخې په دې نښته کې شاوخوا ۶۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
غفوري د يادې نښتې علت د داعش او طالب وسله والو ترمنځ د عشر ټولولو پر سر اختلافات وښودل.
داعش او طالب وسله والو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په جوزجان کې د دغو وسله والو ډلو ترمنځ نښتې شوي، چې پکې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA