ads

جلال اباد ښار کې د کرکټ د نړیوال لوبغالي د بنسټ ډبره کېښودل شوه

په جلال اباد ښار کې د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د کرکټ د یوه لوی او ستر نړیوال لوبغالي د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

نویسنده: sarwan
6 غویی 1396
جلال اباد ښار کې د کرکټ د نړیوال لوبغالي د بنسټ ډبره کېښودل شوه

په جلال اباد ښار کې د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د کرکټ د یوه لوی او ستر نړیوال لوبغالي د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د کرکټ بورډ چارواکي وایي، دغه لوبغالی به د هېواد د نورو لوبغالو ستونزو ته په کتو په اساسي او معیاري ډول جوړ کړي.
د افغانستان د کرکټ بورډ مشر شکر الله عاطف مشعل نن په جلال اباد ښار کې ددغه لوبغالي د جوړېدو د بنسټ ډبرې د کېښودلو په مراسمو کې وویل، چې یاد میدان به په ۵۰ جریبه ځمکه کې د جلال اباد ښار شمال لورته په درېیو مراحلو کې د دوکلونو په موده کې د دوه نیم میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت جوړ شي.
نوموړی وایي، هڅه کوي، چې د کرکټ بورډ بودیجې ته په کتو دغه د کرکټ نړیوال لوبغالی په معیاري ډول جوړ او د ټول هېواد په کچه ترې لوبغاړي استفاده وکړي.
په ورته وخت کې بیا د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د ښار جوړونې وزارت په هڅو یې په یوه مناسبه سیمه کې د کرکټ لپاره دغه ځای وټاکه.
په ورته وخت کې د ننګرهار والي ګلاب منګل په خپلو خبرو کې وویل، چې د دغه میدان د جوړېدو پر مهال به ولایتي اداره ورسره هرډول همکارۍ سربېره د نورو مرستندویه ادارو په جلب کې هم پوره همکاري وکړي.
جلال اباد ښار کې د کرکټ د دغه نړیوال لوبغالي د جوړېدو د بنسټ ډبره په داسې حال کې کېښودل شوه، چې له دې وړاندې دلته یو بل نړیوال لوبغالی هم جوړ شوی، خو ولسونه وایي، چې له ښاره لرې او لا هم هغه ډول چې لا زمه ده پوره اسانتیاوې په کې نه دې برابرې شوې.
اسدالله دولتزی

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA