ads

امريكا په جنوبي كوريا كې د توغنديو ضد دفاعي سيسټم لګوي

امريکا په جنوبي کوريا کې د توغنديو ضد دفاعي سيسټم د ځاى په ځاى کولو کار پيل کړى دى.
رپوټونه وايي، د امريکا د ټاډ توغنديو ضد دفاعي سيسټم به د جنوبي کوريا په ګالف کورس سيمه کې ولګول شي

نویسنده: sarwan
6 غویی 1396
امريكا په جنوبي كوريا كې د توغنديو ضد دفاعي سيسټم لګوي

امريکا په جنوبي کوريا کې د توغنديو ضد دفاعي سيسټم د ځاى په ځاى کولو کار پيل کړى دى.
رپوټونه وايي، د امريکا د ټاډ توغنديو ضد دفاعي سيسټم به د جنوبي کوريا په ګالف کورس سيمه کې ولګول شي.
د جنوبي کوريا پوځي چارواکو ويلي، چې ياد دفاعي سيسټم به د روان کال تر پايه بشپړ شي.
بل خوا چين په جنوبي کوريا کې د امريکا د توغنديو ضد دفاعي سيسټم لګولو سره مخالفت ښودلى.
چين دا کار د خپل هېواد لپاره يو ګواښ بللى دى.
امريکا دا مهال په جنوبي کوريا کې زرګونه سرتېري هم لري او له شمالي کوريا سره يې ورځ تر بلې اړيکې خرابېږي.
شمالي کوريا ګواښ کړى، چې د هر ډول احتمالي بريد په نتيجه کې به پر امريکا اټومي بريد وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA