د ډيورنډ فرضي کرښې پورې غاړه قبايلي سيمې کرمه ايجنسۍ کې د يوې چاودنې له امله تر ٢٠ زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځايي چارواکو ويلي چې دا چاودنه نن سهار مهال پر يوه مسافر وړونکي موټر شوې ده.
د سرچينو په وينا، په دې چاودنه کې کې د دوو ښځو په ګډون ١٠ کسان وژل شوي او ١٣ نور ټپيان دي.
ټپيان نږدې روغتونونو ته وړل شوي او ډاکټرانو د پنځو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بللى دى.