ads

کابل کې د کرکټ د ميليون ‌ليګ څلورم پړاو سيالۍ پيل شوې

په كابل – الکوزي نړيوال لوبغالي كې نن سهار د کرکټ د ميليون ‌ليګ څلورم پړاو سيالۍ پيل شوې.
دغه سيالۍ د پنځو لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي او د کرکټ د ملي لوبډلې يو شمېر لوبغاړي هم په‌ کې برخه لري.

نویسنده: sarwan
5 غویی 1396
کابل کې د کرکټ د ميليون ‌ليګ څلورم پړاو سيالۍ پيل شوې

په كابل – الکوزي نړيوال لوبغالي كې نن سهار د کرکټ د ميليون ‌ليګ څلورم پړاو سيالۍ پيل شوې.
دغه سيالۍ د پنځو لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي او د کرکټ د ملي لوبډلې يو شمېر لوبغاړي هم په‌ کې برخه لري.
دا سيالۍ به يوه اونۍ دوام وکړي.
د کرکټ د ميليون ‌ليګ سيالۍ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۳ ميلادي کال کې په کابل کې پيل شوې، چې له دوه کلن ځنډ وروسته ‌يې دا دى څلورم پړاو پيل شو.
د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رئيس شکرالله عاطف مشعل تېر مازيګر د دغو سياليو پرانيست غونډې ته په خپله وينا کې وويل، پر ميليون جام لګېدلی بنديز يې ځکه لرې کړ، چې د خصوصي سکټور په کچه د کرکټ وده يې له کاري لومړيتوبونو څخه ده.
نوموړي زياته کړه، د افغانستان کرکټ بورډ اداره د کرکټ مسلکي ودې ته ژمنه ده او په دغه بهير کې د ادارې د فعاليتونو ترڅنګ د خصوصي سکټور ونډه هم حياتي او خورا اړينه ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA