د چيلي هېواد په مرکزي برخو کې تر اووه اعشاريه يو درجې زورورې زلزلې وروسته د سونامي د راوتلو خبردارى ورکړل شوى دى.
چارواکو د ساحلي غاړو خلک د سمندري څپو د پورته کېدو له وېرې نورو سيمو ته انتقال کړي دي.
د امريکا د ځمکپېژندنې ادارې چارواکو د زلزلې مرکز د چيلي مرکزي ښار ولپرايسون کې ۱۰ كيلو مټره تر ځمکې لاندې ښودلى دى.
تراوسه د احتمالي ځاني او مالي زيانونو په اړه څه نه دي ويل شوي، خو ژغورونکي هڅه کوي، چې په ساحلي غاړو کې پاتې خلک نورو سيمو ته انتقال کړي دي.