ads

ملي امنيت لوګر كې د حقاني شبكې دوه غړي وژلي او پنځه يې ژوندي نيولي

د ملي امنيت عمومي رياست وايي، چې ځواكونو يې په لوګر ولايت كې د ځانګړو عملياتو په ترڅ كې د حقاني شبكې دوه غړي وژلي او پنځه نور يې ژوندي نيولي دي.

نویسنده: sarwan
5 غویی 1396
ملي امنيت لوګر كې د حقاني شبكې دوه غړي وژلي او پنځه يې ژوندي نيولي

د ملي امنيت عمومي رياست وايي، چې ځواكونو يې په لوګر ولايت كې د ځانګړو عملياتو په ترڅ كې د حقاني شبكې دوه غړي وژلي او پنځه نور يې ژوندي نيولي دي.
د دې رياست مطبوعاتي دفتر څخه نن خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه كسان د حقاني شبکي د يو قوماندان جليل مقدس له خوا په لوګر ولايت کې د بريدونو لپاره ګومارل شوي وو.
د حقاني شبكې د پنځو نيول شوو غړو نومونه ګل رحمن، باتور، الياس، انار ګل او طلا محمد ښودل شوي دي.
يادو کسانو اعتراف کړی، چې دوی ته د لوګر ولايت د ناامنه کېدو دنده له ډيورنډ فرضې کرښې هاخوا د پرديو له خوا ورکړل شوې وه.
په دغو عملياتو کې د ملي امنيت ځواکونه توانېدلي د ترهګرو له پټنځای څخه د دهشکې دېرش صندوقه مرمۍ، د ۸۲ ملي متري توپ ۱۶ مرمۍ، د هاوان ۶ مرمۍ، د راکټ ۱۶ مرمۍ، يوه تومانچه او ځينې نور اړوند اسناد ترلاسه کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA