د ملي اردو چارواکي وایي، کونړ ولایت کې د کوکنارو اړولو د کمپاین پرمهال د وسله والو طالبانو له مقاومت سره مخ شوي، چې پرمهال یې دوو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ختیځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شیرین اقا فقیري کلید ته وویل، چې تېره ورځ یې د کونړ ولایت په ماڼوګي ولسوالۍ کې د کوکنارو اړولو کمپاین باندې وسله والو برید وکړ، چې د نښتې پرمهال یو طالب وسله وال وژل شوی او یو بل یې ټپي دی.
نوموړی وایي، په یاده نښته کې نور هېچاته کوم زیان نه دی اوښتی.
فقیري زیاتوي، چې د روانو عملیاتو پرمهال یې لسګونه جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه کړې او ډېری ماینونه یې هم خنثی کړي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.