ads

کندهار کې ۶ د دولت وسله وال مخالفین نیول شوي

د کندهار امنيتي چارواکي وایي، ۶ تنه داسې وسله وال یې نیولي، چي په زياتو تخريبي او ترهګريزو فعاليتونو کې يې لاس درلود او په ولسواليو کې يې پر امنيتي پوستو بريدونه کول.

نویسنده: sarwan
4 غویی 1396
کندهار کې ۶ د دولت وسله وال مخالفین نیول شوي

د کندهار امنيتي چارواکي وایي، ۶ تنه داسې وسله وال یې نیولي، چي په زياتو تخريبي او ترهګريزو فعاليتونو کې يې لاس درلود او په ولسواليو کې يې پر امنيتي پوستو بريدونه کول.
د کندهار له ملي امنیت ریاست څخه کلید ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې يادو ۶وسله والو د کندهار ښار تر څنګ په شاولي کوټ، ميوند، ژړۍ او پنجوايي ولسواليو کې د دولت پر نظامي مرکزونو، امنيتي پوستو او اکمالاتي کاروانونو وسله وال بريدونه کول او د دې تر څنګ يې په نورو زياتو مستقيمو وسله والو بريدونو کې لاس درلود، چې د ملي امنیت د کار کوونکو له خوا نیول شوي دي.
خبرپاڼه کې زياته شوې، چې نیول شوو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی.
د کندهار د ملي امنيت مسوولین وایي، چې یاد کسان یې د ځانګړو عملياتو په پايله کې نیولي دي.
تر اوسه کومې وسله ډلې د نيول شويو کسانو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA