ads

يمن كې د پرونۍ چاودنې تلفات زيات شوي

د يمن په جنوبي ښار عدن کې د پرونۍ زورورې چاودنې له كبله د تلفاتو شمېر ۲۰ تنو ته پورته شو.
د يمن چارواکو ويلي، چاودنه د وسلو په يو زېرمتون کې رامنځته شوې، چې له كبله يې شل پوځيان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

نویسنده: sarwan
4 غویی 1396
يمن كې د پرونۍ چاودنې تلفات زيات شوي

د يمن په جنوبي ښار عدن کې د پرونۍ زورورې چاودنې له كبله د تلفاتو شمېر ۲۰ تنو ته پورته شو.
د يمن چارواکو ويلي، چاودنه د وسلو په يو زېرمتون کې رامنځته شوې، چې له كبله يې شل پوځيان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
د پوليسو په خبره، د وسلو ياد زېرمتون د تښتېدلي جمهور رئيس عبد ربه منصور هادي د ساتونکو اړوند بلل کېده.
د يمن عدن ښار د منصور هادي د حکومت د پايتخت په توګه پېژندل کېږي.
په ورته وخت کې د صنعا ښار بيا د حوثي وسله والو په ولکه کې دى او د دوى مرکزي اډه بلل کېږي.
په يمن کې له تېرو درېيو کلونو راهيسې د پخواني جمهور رئيس عبد ربه منصور هادي د پلويانو او حوثي وسله والو ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي، چې دواړو لوريو ته په کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د يو بل خبر له مخې، امريكا ويلي، چې په يمن کې د بې پيلوټه الوتکې تازه بريد کې يې د القاعده شبکې پنځه مهم غړي وژلي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA