ads

ننګرهار كې د كوكنارو د له منځه وړلو كمپاين دوام لري

د ملي اردو چارواکي وايي، ننګرهار کې يې د کوکنارو د له منځه وړلو په هدف د روانو شاهين ۲ او ۳ عملياتو په مهال لسګونه جريبه ځمکه باندې کرل شوي کوکنار اړولي دي.

نویسنده: sarwan
4 غویی 1396
ننګرهار كې د كوكنارو د له منځه وړلو كمپاين دوام لري

د ملي اردو چارواکي وايي، ننګرهار کې يې د کوکنارو د له منځه وړلو په هدف د روانو شاهين ۲ او ۳ عملياتو په مهال لسګونه جريبه ځمکه باندې کرل شوي کوکنار اړولي دي.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، له تېرو څو ورځو راهيسې يې په ننګرهار ولايت کې د کرل شويو کوکنارو د له منځه وړلو په هدف د شاهين ۲ او۳ په نوم ګډ عمليات پيل کړي، چې تراوسه پورې يې لسګونه جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه کړې او تېره ورځ يې په خوګياڼو او روداتو ولسواليو کې ۳۲۵ جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه کړه.
د هغه په وينا، په يادو عملياتو کې تراوسه له کوم مقاومت سره نه دي مخ شوي او عمليات يې په برياليتوب سره روان دي.
په ننګرهار کې د کوکنارو اړولو کمپاين په داسې حال کې روان دى، چې د بزګرو په خبره، په لومړيو کې بايد ورسره مرستې شوې واى، ترڅو دوى دغه بوټى نه واى كرلى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA