ads

قريب الرحمن سعيد: ګلبدين حكمتيار د هېواد په ختيځ کې دی

د حزب اسلامي يو شمېر غړي وايي، مشر يې ګلبدين حکمتيار په ختيځ کې دى او ډېر ژر به د ولسونو او رسنيو په وړاندې را ښکاره شي.

نویسنده: sarwan
4 غویی 1396
قريب الرحمن سعيد: ګلبدين حكمتيار د هېواد په ختيځ کې دی

د حزب اسلامي يو شمېر غړي وايي، مشر يې ګلبدين حکمتيار په ختيځ کې دى او ډېر ژر به د ولسونو او رسنيو په وړاندې را ښکاره شي.
د حزب اسلامي مطبوعاتي مسوول قريب الرحمن سعيد نن له کليد سره خبرو کې وويل، چې د دغه ګوند مشر له تېرو څو ورځو راهيسې د هېواد په ختيځ کې مېشت شوى او ډېر ژر به په يوه ولايت کې د ولسونو په منځ کې را څرګند شي.
نوموړي زياته كړه، دا نه شي ويلى، چې حكمتيار اوس مهال په کومه سيمه کې موقعيت لري، خو په خبره يې، ممکن په لغمان ولايت کې د څو ورځو لپاره پاتې شي.
بل لور ته بيا ځينې سرچينې وايي، چې د حزب اسلامي امنيتي ساتونکي او د ګوند يو شمېر مهم غړي جلال اباد ته رسېدلي او په يوه دولتي ودانۍ کې له حکمتيار سره يو ځاى شوي دي.
د سرچينو په وينا، په ننګرهار ولايت کې دوه نورې دولتي ودانۍ هم د حزب اسلامي په واک کې ورکړل شوې دي.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، د حزب اسلامي مشر به څو ورځې په ننګرهار ولايت کې وي او بيا به کابل ته لاړ شي. د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي كه څه هم د ګلبدين حكمتيار د راتګ په اړه ناخبري وښوده، خو په ډاګه يې کړه، چې په جلال اباد ښار کې د هغه د راتګ لپاره کلک امنيتي تدابير نيول شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA