ads

د پکتیکا ۲۰زره ماشومان په ښوونځیو کې شامل شوي

په پکتیکا ولایت کې د اتو زرو نجونو په ګډون شل زره نوي ماشومان چې د عمر ۷ کاله يې پوره کړي دي، په ښوونځیو کې شامل شوي. د پکتیکا ولایت ځايي چارواکي وايي، له پوهنې سره د ولسونو مينه زياته شوې او د هلکانو تر څنګ غواړي چې په نجونو هم زدهکړې وکړي.

نویسنده: sarwan
4 غویی 1396
د پکتیکا ۲۰زره ماشومان په ښوونځیو کې شامل شوي

په پکتیکا ولایت کې د اتو زرو نجونو په ګډون شل زره نوي ماشومان چې د عمر ۷ کاله يې پوره کړي دي، په ښوونځیو کې شامل شوي. د پکتیکا ولایت ځايي چارواکي وايي، له پوهنې سره د ولسونو مينه زياته شوې او د هلکانو تر څنګ غواړي چې په نجونو هم زده کړې وکړي.
د پکتیکا ولایت د پوهنې سرپرست رئیس محمد نسیم واجد کلید ته وویل، په ۱۳۹۶ ښوونیز کال کې ۱۲۰۰۰ هلکان او ۸۰۰۰ نجونې چې ټول ۲۰۰۰۰ ماشومان کېږي، په ښوونځیو کې شامل شوي دي.
د واجد په خبره، په پکتیکا کې کال په کال له پوهنې سره د خلکو مينه او لېوالتیا زياتېږي او د هغه زده کوونکو شمېر هم زياتېږي چې نوي په ښوونځیو کې شاملېږي. نوموړی وايي، که دغه لړۍ همداسې دوام وکړي، په پکتیکا کــې بــه هېــڅ ماشــوم هم له زده کړو پاتې نه وي.
واجد زیاتوي، که څه هم په پکتیکا ولایت کې د تړلو ښوونځیو ستونزه هم پر ځای ده، خو له تېر کال تر دې مهاله يې د سيمې د قومي مخورو، ځوانانو او دولتي چارواکو د ناستو په پایله کې ۱۳ ښوونځي بېرته د زده کوونکو پرمخ پرانېستي دي.
نوموړی زیاتوي، اوس مهال يوازې د پکتیکا ولایت په خوشامند ولسوالۍ کې ټول ښوونځي تړلي دي، خو د دوی له لوري د دې ښوونځیو د پرانیستلو هڅې هم روانې دي چې ټول زده کوونکي وکولای شي ښوونيزو خدماتو ته لاسرسی ولري او زده کړې وکړي.
له بل لوري د پکتیکا ولایت اوسېدونکي وايي، د پوهنې پر اهمیت او اړتيا پوه شوي او نور به پرېنږدي چې اولادونه يې له زده کړو پاتې شي. دوی وايي، که هلکان وي او که نجونې په ټولو به زده کړې کوي.
د پکتیکا ولایت اوسېدونکی او د علي بابا لېسې پخوانی سر ښوونکی يارمحمد وايي، شاوخوا ۸ کاله وړاندې به د ګوتو په شمېر زده کوونکي له دولسم ټولګي فارغېدل، خو اوس مهال دغه شمېره څو برابره لوړه شوې ده او کال په کال زياتېږي. نوموړی ټينګار کوي چې دغه څه له پوهنې سره د پکتیکا د ولس د مينې د زیاتېدو څرګند ثبوت دی.
نوموړی زیاتوي، له دې بهیر څرګندېږي چې په پکتیکا کې د زده کړو په تړاو د عامه پوهاوي کچه ورځ په ورځ پورته ځي او خلک غواړي په خپلو اولادونو زده کړې وکړي. له بل لوري د دغه ولایت یو مدني فعال عظمت کټوازی وايي، په دغه ولایت کې هغو کمپاينونو ښه اغېز کړی دی چې د نوي ښوونيز کال په درشل کې د پوهنې رياست، ولایتي ادارې او مدني فعالانو له لوري په پکتیکا ولایت کې ترسره شول. نوموړی وايي، په دغه کمپاينونو کې له خلکو غوښتنه وشوه چې خپل ماشومان په ښوونځیو کې شامل کړي او دغه راز په دې تړاو د عامه پوهاوي د زياتولو هڅه وشوه.
نوموړی هيله ښيي چې که په راتلونکي کې هم دغه ډول کمپاينونو ته پام وشي، ښايي اغېز يې تر دې هم ډېر وي او ډېرې کورنۍ خپل ماشومان ښوونځیو ته ولېږي. کټوازی په ځانګړي ډول د نجونو د زده کړو په برخه کې پرمختګ لویه لاسته راوړنه ګڼي او وايي چې اوس ولسونه غواړي په خپلو نجونو هم زدهکړې وکړي، څو ښه راتلونکی ولري.
اوس مهال په پکتیکا ولایت کې د تازه پرانیستل شوو ۱۳ ښوونځیو په ګډون ۳۵۷ ښوونځي فعال دي چې د ۳۸۰۰۰ نجونو په ګډون ۱۷۳۰۰۰ زده کوونکي پکې زده کړې کوي.
د يادولو ده چې په جنوبي او جنوب ختیځو ولایتونو کې د ښوونځیو تړلیوالی په يوه جدي ستونزه بدل شوی او په دغو سيمو کې زده کوونکي ښوونځیو ته لاسرسی نه لري.
له همدې کبله د پوهنې وزارت چارواکو ته ښايي چې د دغه ښوونځیو په پرانیستلو کې کوټلي ګامونه واخلي او پرېنږدي چې د دغه سيمو زده کوونکي د زده کړو له نعمت بې برخې پاتې شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA