راپورونه وايي، د امريکادفاع وزير جېمز مټيس پر امنيتي مسايلو د خبرو اترو لپاره کابل ته راغلى دى.
د حکومت يوې سرچينې رسنيو ته ويلي، چې هغه به له جمهور رييس محمد اشرف غني او نورو ملکي او پوځي چارواکو سره پر وروستيو امنيتي حالاتو او د افغانستان پر څلور کلن امنيتي پلان خبرې وکړي.
په تېرو څو ورځو کې دا دويم لوړ پوړى پوځي امريکايي چارواکى دى، چې افغانستان ته سفر کوي، تر دې مخکې د امريکا د ملي امنيت سلاکار مېک ماسټر هم افغانستان ته سفر کړى و.
د امريکا دفاع وزير په داسې حال کې افغانستان ته راغلى، چې څو ورځې مخکې په بلخ کې پر شاهين قول اردو ډله ييز بريد کې لسګونو افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
تر يادې پېښې وروسته نن د ملي دفاع وزير او لوى درستيز استعفاوې ورکړې او جمهور رييس د څلورو قول اردو ګانو قوماندانان هم بدل کړل.