د خوست ښار ختیځ لوري ته شاوخوا يوه بجه د کمپاین په نوم ځواکونو پر یوه امنیتي پوسته ځانمرګی موټر بم برید شوی.
تر اوسه يې د مرګ ژوبلې په هکله کره معلومات نشته، خو يوې امینيتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې سیمه د کمپاین ځواکونو له لوري کلا بنده ده او افغان ځواکونه نه ور پرېښودل کېږي.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې بريد مسووليت پر غاړه نه دی اخيستی.
نورو جزياتو لپاره کليد سره اوسﺉ.