که څه هم په خوست ښار کې د برېښنا شرکت له لوري د حرارتي برېښنا اسانتیاوې رامنځته شوې دي، خو د خوست ښاريان وايي، دغه برېښنا منظمه نه ده او بيه یې هم خورا لوړه ده.
دوی زياتوي، برېښنا کمزروې ده او دوی اړ دي چې د خپلو شخصي کاروبارونو لپاره له جنراتور ګټه واخلي. د خوست ښاريان ټینګار کوي چې برېښنا په ورځ کې څو ځله ځي او راځي او له دې کبله يې يو شمېر برېښنايي وسايل سوځېدلي هم دي.
د خوست ښار اوسېدونکی احمدجان د ايسکريمو دوکان لري، دا چې کاروبار يې ډېرې برېښنا ته اړتيا لري، اړ دی چې له شخصي جنراتور ګټه واخلي: ((زه له خپل شخصي جنراتور ځکه کار اخلم چې دولتي بریښنا کمزورې ده او تګ راتګ يې معلوم نه وي، نو زما کار راګډوډوي.))
نوموړی زياتوي، د برېښنا بې نظمه تګ او راتګ يې ماشينونه او وسايل هم سوځولی شي، له همدې کبله ښه ګڼي چې له دولتي برېښنا کار وانه خلي او د خپلو وسايلو خيال وساتي.
د برېښنا له ټيټ ولتاژ او غیرمنظموالي يوازې کاروباریان نه بلکې د خوست ښار اوسېدونکي او زدهکوونکي هم سر ټکوي. دې زدهکوونکو چې د کورسونو لوستلو په هدف يې په ښار کې اتاقونه نيولي دي وايي، کله چې برېښنا لاړه شي، د مارکېټ والا اړ کېږي چې جنراتورونه چالان کړي او هغه بیا دومره غږ لري چې دوی له درسونو باسي.
فیض الله د همدې زدهکوونکو له ډلې دی چې کور يې له ښار لرې دی او د کورسونو لوستلو په هدف يې په ښار کې اتاق نيولی دی: ((په ښار کې د جنراتورونو شور ماشور دومره زیات دی، چې نه په کورس کې څه زده کولای شم او نه هم خپل اتاق کې.))
له بل لوري د خوست د بریښنا شرکت سوداګريز مرستیال محمد قاسم احساس هم د برېښنا په برخه کې يادې ستونزې مني، خو ټينګار کوي چې د برېښنا د اوسنیو جنراتورونو د استهلاک موده پوره شوې، ځکه يې د برېښنا په تولید کې هم ستونزې رامنځته شوې دي.
نوموړی وايي، له دې ستونزې يې مرکز ته راپور ورکړی دی: ((زموږ د جنراتورونو د استهلاک موده پوره شوې، مرکز مو خبر کړی، خو مــوږ ته یـې تــر اوســه د نورو اقداماتو امر نه دی کړی.))
احساس زیاتوي، چې د ښاریانو د دې ستونزې د حل لپاره یې هلې ځلې روانې دي او دوی هم ګوري چې شخصي جنراتورونو د ښار هوا او چاپېريال ککړ کړی دی، خو نوموړی د برېښنا د منظموالي په برخه کې د خپلو امکاناتو د کمښت خبره کوي او وايي، هومره تېل په واک کې نه لري چې ۲۴ ساعته بې له دمې ټول ښار ته برېښنا ورکړي: ((موږ د شلو زرو لېترو تېلو د قرارداد واک لرو، دا چې اوس مو جنراتورونو خپل مصارف زیات کړي، نو د قراردادونو مسوولیت هم د تدارکاتو کمیسیون ته راجع کېږي.))
نوموړی وايي، همدا ستونزه ده، چې د تېلو قراردادونه اوس ځنډېږي او نه شي کولی، چې په خپل وخت دې زړو جنراتورونو ته تېل ورسوي او د ډېر احتیاط له کبله کله کله خلک له برېښنا بې برخې کېږي: ((ددې ټولو ستونزو راپور وزارت ته لېږل شوی دی او ډېر ژر به د جنراتورونو او تېلو دواړو ستونزې حل شي.))
د يادولو ده چې له څو کلونو راهيسې د خوست خلک له حکومت د منظمې برېښنا غوښتنه کوي او دا يې له حکومت تر ټولو ستره هيله ده، خو تر دې مهاله په دې برخه کې د پام وړکارونه نه دي شوي.
که څه هم له تاجکستان د وارداتي برېښنا يوه برخه ښايي، خوست ته هم ولېږدول شي او څو میاشتې وړاندې يې د کار پرانیسته هم وشوه، خو د خوست ښار اوسېدونکي وايي، دغه کارونه باید چټک شي او خوست ښار ته باید منظمه او د لوړ ولتاژ لرونکې برېښنا ورسېږي.
اخوا د خوست دولتي چارواکي وايي، ښايي تر راتلونکو ۱۸ میاشتو خوست ښار ته له تاجکستان وارده شوې برېښنا ورسېږي او لومړني کارونه يې بشپړ شي.