ads

جمهور رييس غني د عبدالله حبيبي او قدم شا شهيم استعفاوې ومنلې

جمهور رئيس محمد اشرف غني د ملي دفاع د وزير عبدالله حبيبي او د ملي اردو د لوی درستيز قدم شاه شهيم استعفاوې ومنلې.

نویسنده: sarwan
4 غویی 1396
جمهور رييس غني د عبدالله حبيبي او قدم شا شهيم استعفاوې ومنلې

جمهور رئيس محمد اشرف غني د ملي دفاع د وزير عبدالله حبيبي او د ملي اردو د لوی درستيز قدم شاه شهيم استعفاوې ومنلې.
دا خبر د ارګ په فېسبوك پاڼه كې خپور شوى، خو په اړه يې نور جزيات نه وركړل شوي.
يوه باوري سرچينه وايي، چې يادو لوړ پوړو امنيتي چارواکو په بلخ ولايت كې پر ۲۰۹ شاهين قول اردو د وسله والو طالبانو تر ډله ييز بريد وروسته، چې په ترڅ كې يې لسګونو سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته، استعفاوې ورکړې وې، چې د جمهور رئيس غني له لوري نن ومنل شوې.
په همدې حال کې باوري سرچينو ويلي، چې د کورنيو چارو وزارت مرستيال طارق شاه بهرامي د ملي دفاع وزارت د سرپرست او جنرال شريف يفتلي د ملي اردو د سرپرست لوی درستيز په توګه ټاکل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA