ads

امريكا د بلخ وروستۍ پېښه وغندله

د امريكا د ملي امنيت سلاکار جنرال مک ماسټر وايي، د افغانستان دولت او خلک له ترهګرۍ سره جګړه کې يوازې نه دي او دوى به په ګډه د ترهګرو شوم هدفونه شنډ کړي.

نویسنده: sarwan
4 غویی 1396
امريكا د بلخ وروستۍ پېښه وغندله

د امريكا د ملي امنيت سلاکار جنرال مک ماسټر وايي، د افغانستان دولت او خلک له ترهګرۍ سره جګړه کې يوازې نه دي او دوى به په ګډه د ترهګرو شوم هدفونه شنډ کړي.
نوموړي له خپل افغان سيال محمد حنيف اتمر سره د ټيليفوني خبرو په مهال په بلخ ولايت كې پر ۲۰۹ شاهين قول اردو د وسله والو طالبانو بريد په سختو ټكو وغانده، چې له كبله يې لسګونو سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته.
د ملي امنيت شورا دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، مك ماسټر د ځان، د جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ او امريکا د ملت له لوري د افغانستان دولت او ملت ته د دې خونړۍ ترهګريزې پېښې له كبله د ژور تسليت مراتب وړاندې کړل او زياته يې كړه، چې هېواد او خلک يې په هر ډول شرايطو کې د افغانستان ترڅنګ ولاړ دي.
د امريكا د ملي امنيت سلاکار افغانستان ته د خپل وروستي سفر پايلو ته د اشارې په ترڅ کې وويل، جمهور رئيس ټرمپ له هغو اصلاحي پروګرامونو څخه خوښ دى، چې د جمهور رئيس غني په مشرۍ د حکومت په بېلابېلو سکټورونو کې د پلي کېدو په درشل کې دي.
بل خوا د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر يو ځل بيا له ترهګرۍ سره په مبارزه کې پر شريکو هلو ځلو او د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو په پياوړي کولو کې د متحدو ايالتونو او ناټو پر دوامداره ملاتړ ټينګار وکړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA