ads

کرزی: له دې وروسته طالبانو ته د ورونو خطاب نه کوم

د افغانستان پخوانی جمهور رئيس حامد کرزی وايي ، چې بلخ کې پر شاهين قول اردو تر بريد وروسته طالبانو ته د ورونو خطاب نه کوي.
د نوموړي په خبره ورځ تر بلې په افغانستان کې ترهګرې ډلې زياتېږي او هرڅوک چې د سياسي هدفونو لپاره خلک وژني “ترهګر” دي.

نویسنده: sarwan
3 غویی 1396

نوموړي پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې خپل وطن مه ورانوئ او د دې خاورې بچيان مه وژنئ.
کرزی وايي، که طالبان مسلمانان وي نو جګړه دې بنده کړي او مذاکره دې وکړي.
هغه يو ځل بيا له طالبانو وغوښتل چې خپل وطن ته راشي او له جګړې دې لاس واخلي.
حامد کرزي ګاونډيانو ته په خطاب کې وويل، چې افغانستان د تقابل او مقابلې مېدان نه دی.
نوموړي له ګاونډيو هېوادونو وغوښتل، چې په افغانستان کې دې له امريکا سره جګړه نه کوي او دا هېواد دې د نيابتي جګړې ډګر نه ګرځوي.
کرزي وويل چې په راتلونکو ټاکنو کې د کانديد کېدو اراده نه لري او هڅه به وکړي، چې افغانستان ته سوله او ترقي راولي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA