ads

نن په ټول هېواد كې ملي ماتم دی

د جمهور رئيس محمد اشرف غني د يوه حكم پر بنسټ د ۲۰۹ شاهين قول اردو قوماندانۍ کې د وروستي تروريستي بريد قربانيانو ته د درناوي په خاطر نن په ټول هېواد كې ملي ماتم دى.

نویسنده: sarwan
3 غویی 1396
نن په ټول هېواد كې ملي ماتم دی

د جمهور رئيس محمد اشرف غني د يوه حكم پر بنسټ د ۲۰۹ شاهين قول اردو قوماندانۍ کې د وروستي تروريستي بريد قربانيانو ته د درناوي په خاطر نن په ټول هېواد كې ملي ماتم دى.
د جمهور رئيس د حکم له مخې به په ټول هېواد او سياسي نمايندګيو کې د افغانستان بيرغ نيمه ځوړند وي.
په حكم كې زياته شوې، چې د ارګ جامع جومات او د هېواد ټولو جوماتونو کې دې ۲۰۹ شاهين قول اردو کې د وروستۍ تروريستي پېښې د قربانيانو روح ته د دعا ځانګړي مراسم د يوې ورځې لپاره ترسره شي.
په همدې حال كې جمهور رئيس غني وايي، چې د بلخ د پېښې په اړه جدي څېړنې پيل شوي، د ملي دفاع وزارت مرستيال، لوى درستيز او د ملي امنيت د عمومي رياست مرستيال په سيمه کې حضور لري.
هغه تېر ماښام په ارګ كې د توحيد ملي مرکز څخه د ويډيو کنفرانس له لارې د ۳۴ ولايتونو مسوولينو سره د روان وضعيت په اړه خبرې وکړې.
د جمهور رئيس په وينا، ولسي بسيج ته اړتيا ده او ټول بايد د تروريستانو د جنايتونو په ضد خپل غږ پورته کړي. وسله والو طالبانو وړمه ورځ په بلخ ولايت كې پر ۲۰۹ شاهين قول اردو ډله ييز بريد وكړ، چې د وروستيو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې ١٣٥ کسان وژل شوي او تر ٦٠ زيات ټپيان دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA