د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ كې د حمزه په نوم د روانو عملياتو په مهال ۸ داعش وسله وال وژل شوي دي.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شيرين اقا فقيري کليد ته وويل،تېره شپه د اچين ولسوالۍ په مامند درې سيمه کې د حمزه عملياتو په ترڅ كې، چې افغان کومانډو او نور ګډ ځواکونه يې پر مخ وړي، ۸ داعش وسله وال وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
د هغه په وينا، په نښته كې افغان ځواکونو او د سيمې خلکو ته هېڅ زيان نه دى اوښتى.
فقيري زياته كړه، چې په ننګرهار، کونړ او لغمان ولايتونو كې يې د وسايطو ضد ۸ ماينونه کشف او له منځه وړي دي.
داعش وسله والو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.