د ملي اردو چارواکي وايي، ننګرهار ولايت کې يې د روانو شاهين ۲ او ۳ عملياتو په مهال ۳۷۵ جريبه ځمکه كې كرل شوي كوكنار اړولي او يو شمېر كلي يې د وسله والو له شتونه پاك كړي دي.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، له تېرو څو ورځو راهيسې يې د ننګرهار په ځينو ولسواليو کې د شاهين ۲ او ۳ په نوم ګډ عمليات پيل کړي، چې په ترڅ كې يې يو شمېر کلي د وسله والو له شتونه پاک شوي او له پرون راهيسې يې ۳۷۵ جريبه ځمکه باندې کرل شوي کوکنار هم اړولي دي.
د نوموړي په خبره، د يادو عملياتو په مهال له کوم مقاومت سره نه دي مخ شوي او عمليات يې په برياليتوب سره روان دي.
ننګرهار کې د کوکنارو اړولو کمپاين دوام لري او د ولايتي چارواکو د معلوماتو له مخې، سږ کال به په ټول ولايت کې ۱۵ سوه هکټاره ځمکه له کوکنارو پاکه کړي.