ads

كردي وسله والو ۳ ترکي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې

د ترکيې په شرناک ولسوالۍ کې کردي بېلتون غوښتونکو پر پوځي کاروان بريد سره درېيو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
تركي چارواكي وايي، بريد وروسته له هغې شوى، چې ترکي سرتېرو په سيمه کې عمليات ترسره کول.

نویسنده: sarwan
3 غویی 1396
كردي وسله والو ۳ ترکي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې

د ترکيې په شرناک ولسوالۍ کې کردي بېلتون غوښتونکو پر پوځي کاروان بريد سره درېيو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
تركي چارواكي وايي، بريد وروسته له هغې شوى، چې ترکي سرتېرو په سيمه کې عمليات ترسره کول.
د بريد په مهال دوه حکومتي سرتېري وژل شوي او بل تن ټپي دى.
د ترکيې په شرناک ولسوالۍ کې له تېرو ۲۳ ورځو راهيسې پوځي عمليات روان دي، چې په كې تراوسه د ۲۹ کردي وسله والو د وژلو ادعا شوې ده.
په ترکيه کې د (پي کې کې) کردي بېلتون غوښتونکې ډلې وسله وال ډېر کله پر ترکي سرتېرو خونړي بريدونه کوي.
ترکيې (پي کې کې) ترهګره ډله بللې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA