ads

فرانسه کې د جمهوري رياست ټاكنې پيل شوې

په فرانسه كې نن سهار خلكو تر سختو امنيتي تدابيرو لاندې د جمهوري رياست ټاكنو كې رايه ورکول پيل كړي دي.

نویسنده: sarwan
3 غویی 1396
فرانسه کې د جمهوري رياست ټاكنې پيل شوې

په فرانسه كې نن سهار خلكو تر سختو امنيتي تدابيرو لاندې د جمهوري رياست ټاكنو كې رايه ورکول پيل كړي دي.
تېره ورځ تر يو ميليون زياتو فرانسويانو، چې له هېواده بهر اوسېږي، خپله رايه وکاروله او نن سهار په فرانسه کې د راى وركولو مرکزونه د خلکو پر مخ پرانيستل شول.
په دې ټاكنو کې به دوه مخکښ کانديدان د وروستۍ سيالۍ لپاره غوره شي.
د وروستۍ سيالۍ ګټونکى به د اوسني جمهور رئيس فرانسوا اولانډ ځايناستى شي. اولانډ په دې ټاکنو کې برخه نه ده اخيستې.
دا ټاکنې داسې مهال ترسره کېږي، چې فرانسه په وروستيو مياشتو کې د بريدونو له څپو سره مخ ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA