ads

غزني کې تړلي ښوونځي پرانيستل کېږي

د غزني ولايت د پوهنې رياست چارواکي وایي، هڅه کوي په ناوې ولسوالۍ کې له کلونو راهيسې تړل شوي ښوونځي بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانيزي.

نویسنده: sarwan
3 غویی 1396
غزني کې تړلي ښوونځي پرانيستل کېږي

د غزني ولايت د پوهنې رياست چارواکي وایي، هڅه کوي په ناوې ولسوالۍ کې له کلونو راهيسې تړل شوي ښوونځي بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانيزي.
د غزني ولایت د پوهنې ریاست مشر محمد عابد عابد کليد ته وويل، سږ کال یې د قومي مخورو او د ناوې ولسوالۍ د ولسونو او ځوانانو په همکارۍ هڅې پیل کړي، څو په یاده ولسوالۍ کې د ښوونځیو دروازې پرانیزي.
ښاغلي عابد زياته کړه، چې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې یې ناوې ولسوالۍ ته یو کس د پوهنې د مدیر په توګه ګومارلی او له وسله والو سره هم د قومي مشرانو خبرې روانې دي، څو د ښوونځیو پر وړاندې شته ګواښونو او موانع له منځه يوسي.
عابد دغه راز وایي، چې د ناوې په ګډون د غزني په کچه د ۲۹ ښوونځیو او دولتي مدرسو دروازې چې ډېری یې د نجونو اړوند دي، د امنیتي ګواښونو او دودیزو موانعو له کبله تړلي دي.
د غزني ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وایي. هڅې یې روانې دي، څو د دیني عالمانو او قومي مشرانو په مرسته د تړلو ښوونځیو دروازې د زده کوونکو پر مخ پرانیزي.
دا په داسې حال کې ده، چې د رپوټونو له مخې په ډېرو نورو ولايتونو کې هم ښوونځي تړل شوي او بېرته يې د پرانيستلو هڅې روانې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA