ads

د سعودي عربستان په کابينه کې بدلونونه راغلي

د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزيز د خپلې کابينې د اطلاعاتو او کلتور وزير بدل او د ټولنيزو خدمتونو وزير يې له دندې ګوښه کړى او له دواړو يې د څېړنو امر کړى دى.

نویسنده: sarwan
3 غویی 1396
د سعودي عربستان په کابينه کې بدلونونه راغلي

د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزيز د خپلې کابينې د اطلاعاتو او کلتور وزير بدل او د ټولنيزو خدمتونو وزير يې له دندې ګوښه کړى او له دواړو يې د څېړنو امر کړى دى.
هغه ويلي، چې دواړو وزيرانو له خپلو صلاحيتونو ناوړه ګټه پورته کوله.
دغه راز د سعودي پاچا فهد بن ترکي د ځمکني پوځ ستر قوماندان ټاکلى دى.
له دې ور اخوا سلمان بن عبدالعزيز په خپله کابينه کې يو شمېر نور بدلونونه هم راوستي دي.
د سعودي حکومت په ورته وخت کې د يمن په جګړه کې د جنګېدونکو سرتېرو د دوو مياشتو معاشونو د ورکړې پرېکړه هم کړې ده.
دغه تازه ادلون بدلون او تقررۍ په داسې حال کې شوي، چې په يمن کې سعودي ځواکونه له حوثي وسله والو سره پر جګړې بوخت دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA