ads

حامد کرزي په هېواد کې د خلکو ترمنځ د نفاق اچولو د هڅو پر زياتېدو اندېښنه څرګنده کړه

د افغانستان پخوانی جمهور رئيس حامد کرزی وايي، چې په هېواد کې د خلکو ترمنځ د نفاق اچولو هڅې زياتې شوې دي.
حامد کرزي چې نن يې په يو مطبوعاتي کنفرانس کې خبرې کولې وويل، په مطبوعاتو کې په ډېر شدت د ملي وحدت ضد تبليغات کېږي.

نویسنده: sarwan
3 غویی 1396

نوموړي د ملي يووالي په راوستلو ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې مطبوعات هم بايد د خلکو د يووالي لپاره کار وکړي.
کرزی وايي، سره له دې چې د حکومت له تګلارو سره مخالف دی ، خو د يووالي په راوستلو کې ورسره همغږی دی.
کرزي په افغانستان کې د امريکا پر شتون هم نيوکه وکړه او زياته يې کړه چې دلته د امريکايانو د حضور هېڅ اړتيا نشته.
حامد کرزي وويل، امريکا په افغانستان کې سوله را نه وسته، د جګړې مخه يې و نه نيوله او د نړۍ تر ټولو غټ بم يې دلته استعمال کړ.
نوموړي زياته کړه امريکا دې د جګړې پر ځای د سولې لپاره مرسته وکړي او له امريکايانو يې وغوښتل، چې له افغانستان څخه دې د شخړې ځای نه جوړوي.
هغه دا هم وويل، چې امريکا دې په افغانستان کې دوه‌مخی چلند بند کړي او له افغانانو سره دې د تفاهم او همکارۍ لاره ونيسي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA