ads

ايران، بلخ ولايت کې په ۲۰۹ شاهين قول اردو وروستی بريد وغانده

‏‎د ايران د ملي امنيت شورا منشي علي شمخاني د افغانستان د ملي امنيت سلاكار محمد حنيف اتمر سره د ټيليفوني خبرو په مهال په بلخ ولايت كې پر ٢٠٩ شاهين قول اردو د وړمې ورځې بريد، چې له كبله يې لسګونو سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته، په سختو ټكو وغانده.

نویسنده: sarwan
3 غویی 1396

‏‎د ملي امنيت شورا دفتر څخه نن كليد ته رالېږل شوې خبرپانه كې راغلي، چې شمخاني د يادې پېښې له كبله د افغانستان د ملي امنيت سلاکار، د دولت مشرتابه او خلکو ته د خپل ملت او دولت په استازيتوب د ژور تسليت مراتب وړاندې کړل.
د ايران د ملي امنيت شورا منشي يو ځل بيا له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د ګډو سيمه ييزو ګټو د خوندي کولو په هدف له افغان دولت سره د خپل هېواد پر يووالي او ژمنتيا ټينګار وکړ.
بل خوا د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر د ايران د اسلامي جمهوريت له خواخوږۍ او ډاډګيرنې مننه وکړه او له ترهګرۍ سره ګډه مبارزه يې د سيمې د هېوادونو اړتيا وبلله.
نوموړي پر ۲۰۹ شاهين قول اردو د بريد په اړه وويل، چې امنيتي ځواکونه به له دښمنه د دې ډارن عمل غچ واخلي، د امنيتي ځواکونو په ليکو کې په بې پامۍ او له دښمن سره په لاس لرلو تورن کسان به د قانون منګولو ته وسپارل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA